جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا وايي، د دوبي تر پایه به د کورونا پر ضد واکسین...

امریکا وايي، د دوبي تر پایه به د کورونا پر ضد واکسین راوباسي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۲۴) امریکا وايي، د سږني دوبي تر پایه به د کورونا پرضد واکسین جوړ او خلکو ته وړاندې کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي نن وویل، هغه درمل جوړوونکي چې له حکومت سره په دې برخه کې کار کوي، د کووید ۱۹ ناروغۍ لپاره د واکسین جوړولو په درشل کې دي او کار به یې د دوبي تر پای ته رسېدا مخکې بشپړ شي.

رویټرز خبري اژانس وايي، دغه امریکايي چارواکي ونه غوښتل چې نوم یې څرګند شي، خو ویې ویل چې ښايي واکسین به په په راتلونکو ۴ یا ۶ اوونیو کې جوړ شي او په پراخه پیمانه تولید به یې د دوبي تر پایه پیل شي.

په نړۍ کې مخکې تر مخکې په دې اړه اندېښنې شته چې د دغه واکسین جوړوونکي به په اسانه خپل واکسین نورو هیوادونو ته ورنه کړي او یا به دومره لوړه بیه ورته وټاکي چې په نورو هیوادونو کې یې بېوزله خلک نه شي رانیولی.

خو د مایکروسافټ امریکايي کمپنۍ خاوند او موسس بیل ګېټس، چې ملیاردونه ډالر یې په خیریه چارو لګولي دي، وايي؛ که د کورونا واکسین جوړ شي باید د ملتونو او هیوادونو حقیقي اړتیا ته په پام ووېشل شي او شتمن هیوادونه باید واکسین په خپل انحصار کې وانخلي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر ۳ ملیونه ډېر خلک په کورونا وایرس اخته شوي او تر ۱۳۰ زره ډېر نور ورڅخه مړه شوي دي.

تر دې دمه د کورونا پر ضد داسې واکسین لا جوړ شوي نه دي چې د روغتیا نړیواله اداره یې تایید کړي خو له دې سره سره د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې څېړنیز مرکزونه شپه او ورځ هڅه کوي چې واکسین کشف کړي.

د چین په ګډون یو شمېر هیوادونو د واکسینونو د جوړولو ادعاوې کړي او برازیل په وروستیو اوونیو کې ۸۴۰ تنو ته چینايي واکسین ورکړل خو لا ثابته نه ده چې دا واکسین اغېزمن دي او که نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب