جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسوډان د مرتدېدو سزا لغوه او پرشرابو بندیز لرې کړ

سوډان د مرتدېدو سزا لغوه او پرشرابو بندیز لرې کړ

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۴) د سوډان د پخواني ولسمشرعمر البشير له واکه د لرې کېدو سره سم د دغه هېواد په قانون کې بدلون راوستل شو.

د سوډان د عدليې وزيرنصر الدين عبدالباري رسنيو ته ويلي دي، چې دوى هغه قوانين لغوه کوي، چې په سوډان کې انساني حقونه ترپښو لاندې کوي.

عبدالباري زیاتوي تازه یې د مرتدۍ اړوند هغه قانون لغوه کړ چې کله به مسلمان مرتد شو اعدام حکم به پرې کیده.

هغه دغه راز ویلي، چې په سوډان کې هرڅوک په ښکاره شراب څښلی شي او هېڅوک یې مخه نه شي نیولای.

په دغه هېواد کې په ١٩٨٣ کال کې د جعفر النميري د ولسمشرۍ پر مهال په شرابو بندېز لګېدلى و، چې وروسته د عمر البشير واک ته رسېدو هم ياد قانون ته دوام ورکړل شو.

په سوډان کې دې بدلونونو غبرګونونه هم راپارولي دي او خلکو پر حکومت توندې نیوکې کړې دي.

خو د سوډان د عدليې وزير وايي، چې دوى غواړي په خپلو ټولو قوانينو کې بدلون راولي، څو د دوى د هېواد اساسي قانون له نړيوالو قوانینو او تړونونو سره يو ډول شي.

د سوډان سربیره په سعودي عربستان کې هم ډېر داسې بدلونونه راغلي دي، چې مسلمانانو پرې نيوکې درلودې.

1 COMMENT

  1. ډېر ښه ګان يې اخيستی. عقيده داسې ده لکه مينه. د عاشق او معشوق تر منځ يوه معنوي اړيکه ده. پدې مينه کې د نورو فرمايش ځای نه لري. هغوی چې پدې ګمان دي چې خدای شته دوی حق لري باور پرې ولري او خپله مينه اظهار کړي. هغوی چې ډاډه دي چې خدای نشته يا د اديانو خدايان ګپ دی دوی حق لري خپل اند ښکاره کړي. که په دوی په زور عقيده ومنل شي دوی اجباري منافقت ته اړ دي. اوس که کوم سودانی په خدای عقيده نه لري هغه حق لري تر هغې کچې ازاي ولري چې د بل ازادي سلب نه کړي. دی حق لري شراب وڅکي خو د نېشې په حالت کې دده کار يا درېوري نورو ته خطر پېښوي. ځکه خو د نېشې په حالت کې کار يا درېوري مالي سزا لري. چرس او نور نيشه يې توکي هم همداسې ناوړه اغېزه لري. يو انسان حق لري نسوار وکړي خو نسوار به لار نه توف کوي. هلته د نورو د زړه د بدوالي سبب ګرځي. همدارنګه يو انسان حق لري د واده پرت سکس وکړي خو د ماشوم سره حق نه لري. په زور د سکس حق نه لري. کاندوم کارونه لازمي ده. تر څو دی چا ته ناروغي انتقال نه کړي.
    هغوی چې خدای نه مني نور به د دوی کړنې د دين د بدنامۍ سبب نه ګرځي. دده سره به يې دين نه يادېږي. جرم به په ده پورې محدود وي. د سودان نور قوانين بايد ومني. ځکه هغه د ټولنې سره دده حقوقوي قرارداد دی.
    هغوی چې دين مني اړ دي خپل اخلاقيات هم هغسې کړي چې دين يې ورته ويلي. که يې دين غلا, دروغ او د نورو حق خوړل منعه کړي پکار ده داسې ونه کړي. که دين مني او دا کړنې چې دين يې منعه کړې بيا هم کوي پکار ده دين خوشي کړي. يواځې هغه خلک دې دين ومني چې عملا هم دين پلی کوي. البته د دين هغه برخه چې د نورو ازادي سلبوي بايد ختمه شي.

    هغه سودانيان چې غرب کې مېشت دي او عقيده نه لري اوس چانس لري خپل هېواد کې خدمت وکړي. دا بانه به نه لري چې هلته ديني نمايش نشم کړی. نو نه ځم.
    د سودان ولس له مادي جوړ دی. مادي مشکلات لري. په مادي ذهن يې بايد حل کړي. پوره الحاد د انسان حرص ختموي. دوه لکه تنه ملحدين کفايت کوي چې د سودان حالت ته مثبت تغير ورکړي.

    مرتد ته د مرګ سزا ورکول خلک اجباري منافقت ته اړ باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب