جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان چارواکي پاکستان ته د غنمو د قاچاق په اړه اندیښمن دي

افغان چارواکي پاکستان ته د غنمو د قاچاق په اړه اندیښمن دي

خبریاله: عاقله اسد (جمعه، د سرطان ۲۰) په افغانستان کې حکومتي چارواکي وایي، پاکستان ته د غنمو د قاچاق په اړه اندیښمن دي او د دغه بندر څخه د حکومت جدي نظارت غوښتنه کوي. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د صنعت او کانونو خونې چارواکي وایي، پاکستان ته د قاچاق کېدونکو غنمو د اندازې په اړه کره معلومات نه لري.

هغوې وایي چې ډېر غنم د افغانستان له جنوبي ولایتونو څخه قاچاق کېږي.

په وروستیو کې د هلمند خلکو له دې درکه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې پاکستان ته د غنمو د قاچاق کېدو له کبله د غنمو بیه لوړه شوې ده.

افغانستان په کال کې شاوخوا ۶.۳ ملیون ټنه غنمو ته اړتیا لري.

د کرنې وزارت په وینا، که څه هم په کال کې له ۴.۸ میلیونه ټنو څخه زیات غنم تولیدیږي، خو دا کورنی مصرف نه پوره کوي.

افغانستان شاوخوا ۲ میلیونه  تنه خلک اوړه او غنم له مرکزي آسیا او پاکستان څخه واردوي.

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، دې وزارت مخکې له پاکستان څخه افغانستان ته د غنمو قاچاق په اړه د شکایتونو اړوند چارواکو ته رسمي مکتوب استولی و او د غنمو د قاچاق د مخنیوي غوښتنه یې کړې وه.

ښاغلي رستمي وویل چې د دې محصول د اندازې له زیاتوالي سره سره  افغانستان پلان لري شاوخوا دوه ملیونه ټنه غنم له نورو ګاونډیو هیوادونو څخه وارد کړي.

د افغانستان د صنایعو خونه هم د غنمو قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې غوښتي چې د لقاچاق مخه ونیسي او د اوړو پر وارداتو مالیه زیاته کړي. د دې ادارې د چارواکو په وینا د اوړو د مالیې په ډیریدو سره به سوداګر غنم وارد کړي او د هیواد د اړمنو ستونزې به راکمې شي.

په کوټه کې د عامه اړيکو او رسنيو مشر عبدالناصر رشتيا وويل، په پاکستان کې د غنمو پر کروندو د ملخانو د يرغل او د فصلونو د ويجاړېدو له امله اوس يو شمېر خلک پاکستان ته غنم قاچاق کوي، چې ناوړه پايلې به ولري.

د افغانستان ولسمشر د دولت د ستراتیژیکو زیرمو څخه زیانمنونکو ته د ۲۴ زره ټنو غنمو د ویش امر کړی. هغه د خوراکي توکو په قاچاق باندې د حکومت د ځینو چارواکو په ناسمې څارنې انتقاد کړی دی.

3 COMMENTS

  1. بوډا ډکټر ته تلی ؤ‌.‌‌ ډکټر پوښتنه کوله بابا کوم ځای دې خوږيږي؟ بابا ورته ویل ډکټر صیب داسې راته اوویه چې کوم ځای دې نه خوږیږي؟! اوس خبره دا ده چې افغان دولت!‌؟ څه ته نه دی انديښمن؟ هسې ورخ ځینې اوبو وړی دی.‌

  2. د افغانستان د دولت ځینې کارونه د ملا نصرالدین فکاهي ته پاته کیږي. هغه به یو شی قیمته واخیسته او بیا به یې ارزانه پر خلکوپلوره .
    د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د نورو اړوندو ادارو د پام وړ:
    مهرباني وکړئ په کروندګرو او قاچاقبرانو انتقاد مه کوئ . تاسو خپله دا ابتکار وکړئ له کروندګرو نه غنم په مناسب قیمت واخلئ ، په خپلو ګودامونو کې یې وساتئ او یا یې د سبسایدي په قبلولو سره هغه سیمو ته انتقال کړئ چې هلته یې ضرورت احساسیږي .
    ستاسو مسوولیت په یوه مکتوب سره نه خلاصیږي.

  3. یوازی د غنمو نه بلکه ټول قعچاک کونکی ملی خاینین دی باید امنیتی او عوام خلک یی مخه ونیسی۰که په رشتیا سره هر یو دا فکر وکړو چه وطن د هر چا ګډ کور دی نو په ګډه د قعچاق چیانو مخه ونیسی۰

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب