دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeروغتیاد ستریس او د سمندر د اوبو ارتباط

د ستریس او د سمندر د اوبو ارتباط

تاند- اوبو ته کتل د ستریس او ذهني پریشانۍ له کمېدو سره مرسته کوي.

په نیوزیلنډ کې څېړونکو ویلي، د پلازمېنې ویلنګټن د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي یې سره پرتله کړل او ورته څرګنده شوه چې د سمندر اوبو ته هره ورځ کتل د ستریس له اندازې سره تړاو لري.

د هیلت او پلېس مجلې د راپور له مخې، دوی وايي چې پر ستریس همداسي اغېز، چې اوبه یې لري، شینوالی؛ لکه چمنونه، پارکونه او ځنګلونه یې نه لري.

خو تر دې پخوا په ځلونو ویل شوي چې شنو سیمو ته کتل د انسان پر روحیې ښه اغېز لري.

د امریکا د میشګان پوهنتون استاد امبر پیرسټن، چې د دې څېړنې لیکوال دی، وايي، شنه ځایونه ځکه په دې مورد کې زیات اغېز نه لري چې پارکونه او چمنونه انسانانو جوړ کړي خو که د ځنګلونو په اړه څېړنه وشي، ښايي تفاوت ولري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب