جمعه, مارچ 29, 2024
Homeمقالېدرید کونډو نړیواله ورځ/ مینا نظري

د کونډو نړیواله ورځ/ مینا نظري

نن د کونډو نړۍ واله ورځ ده. دا ورځ په ټوله نړۍ کې د هغو ټولنو لخوا لمانځل  کيږي، چې یې د سروې او یا هم د دوی د ثبت لپاره په کاربوختې دي. په نړۍ کې د کونډو ورځ د بیلا بیلو موخو لپاره لمانځل کیږي: د کونډو سره د مرستې په موخه، د دوی ستونزو ته د حل لارو پیدا کولو په موخه او د نړۍ والو د پام را اړولو په موخه، یو له هغو ټولنو چې په دې برخه کې کار کوي د رویترز خبري اژانس په وینا د لمبو په نامه ټولنه ده چې د دوه زړه پینځلسم کال د راپورونو په اساس په ټوله نړۍ کې دوه سوه اته پنځوس میلیونه کونډې ژوند کوي، چې په افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ثبت شویو کونډو شمیر پینځه سوه زره ښودلی دی. ددې ټولو ثبت شویو ګونډو له جملې یې پنځوس زره د سرتیرو کونډې دي. په افغانستان کې د دې ورځې یوازې یادونه شوې ده. د افغان میرمنو د ژوند شرایط ډېر سخت دي. که د ماشومو نجونو پر ژوند وغواړو خبرې وکړو، نو دا به ووایو چې تر ټولو لویه ستتونزه دوی لري، خو که پر ښځو خبرې پیل کړو نو د ستونزو شمیر به یې رانه ورک شي. د ښځو نړۍ واله ورځ هم  د دود له مخې لمانځل کیږي خو دا چې ترکومه پر لاسته راوړنو او نویو پلانونو کار کیږي هېڅ درک یې نلري. په داسې غونډو کې چارواکي د ښځو پر حقونو او د دوی سره په بیلابیلو برخو کې د ثبت شوو زیانمنو ښځو د شمیر په اړه خبرې کوي، ددې لپاره چې انډول یې ساتلی وي یو ملا صاحب هم راوغواړي هغه هم خپله غاړه تاه کړي او ښځوته د اسلام پر ورکړل شویو حقونو خبرې کوي. دا چې ده ورته څه کړي او یاهم یې د پیلي کولو پر لارو چارو خبرې وکړي ترې خبر هم نوي. په داسې سمبولیک ډول لمانځل چې د ښځو لپاره خورا مهم دی نه زغمونکی دی. د اړوندو ادارو لخوا ورته جدي کار پکار دی دا ورځ یوازې د ارقامو پر ذکر نشو خلاصه کولای. د سرتیرو له کونډو سره داسې مرستې ته اړتیا ده چې دوی پکې خپل راتلونکی ژوند تیر کړای شي. د خپلو یتیمانو لپاره لږ ترلږه یوه څپرګۍ ولري دوی د سړکونو پر غاړو د خیرات غوښتنې پرځای ښوونځي ته ولاړشي. کونډې په زور خپلو لیورونو او تربرونو ته واده نشي. افغان کونډه د خپل میړه ترمړینې وروسته د خپل پلار د کور لاره نیسي چې دوی د خپل ژوند د تیرولو لپاره باید ډېرې سختۍ پرسرواخلي. د خسر له کوره یې وتل هم په خپله خوښه نه وي دوی د ګڼو ستونزو له امله د کور د پريښدو پرېکړه کوي. یوه ستونزه هم د دوی پروړاندې دا وي چې  دوی ته د خسر کور ځواب ورکوي او د نه ساتلو خبره ورته کوي چې له ډېړو کونډو نه یې واړه ماشومان هم اخلي او یوازې یې د پلار کورته لیږي. هغوی کونډو ته د یو ماشین ګومان کوي چې یوازې د نسل د تولید لپاره په کار ده او بس. کونډو ته یې هغه لومړني انساني حقونه هم نه ورکول کېږي. د پلار په کورکې هم د وروڼو د میرمنو او د کور د نورو غړو له لوري ورته اور بلېږي چې د کونډې شیبه شیبه ژوند پکې سوزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب