جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د ملي امنیت خبرداری

طالبانو ته د ملي امنیت خبرداری

تاند (سه شنبه، د سرطان ۲۴) د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې طالبانو له بهرنو ډلو سره په ګډه د سمنګان په ملي امنیت ریاست برید تر سره کړی چې د غچ اخیستو لپاره یې ټول امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي.

دې ریاست خبرداری ورکړی چې ډېر ژر به د طالبانو او نورو بهرنیو ډلو د ځپلو په پار غچ اخیستونکي بریدونه تر سره کړي.

طالبانو تېره ورځ د سمنګان ولایت په ملي امنیت ریاست حمله وکړه، چې په دغه برید کې یې د ملي امنیت ۱۲ سرتيرو او نظامیانو په ګډون ۶۳ ملکي کسان ووژل.

بریدکوونکو لومړی د سمنګان د ملي امنیت ریاست ودانۍ ته څېرمه موټربم برید تر سره کړ او بیا ودانۍ ته ننوتل.

ملي امنیت وايي طالبانو ددې حملې په ترسره کولو او مسؤلیت منلو سره وښوده چې د بشر حقونو او خپلو ژمنو ته پابند نه دي.

ملي امنیت ویلي چې طالبانو د خبرو اترو او د سولې د تړون لاسلیکېدو راهیسې په نظامیانو بریدونه زیات کړي دي.

دغه ریاست طالبان تورن کړي چې خپلو هغو ژمنو ته چې د دوحې په تړون کې یې لاسلیک کړي سرغړونه کړې او هیڅ یوه یې نه ده عملي کړې.

د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي چې طالبان د القاعدې په ګډون د نورو ډلو سره یو ځای د بریدونو پلانونه جوړوي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ژمنه کړې چې د سمنګان ولایت په برید کې به د “ټپيانو او وژل شویو د وینې” غچ واخلي او شاته به نشي.

یاد ریاست خلکو ته ډاډ ورکړی چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي څو د افغانستان د اسلامي جمهوریت ارزښتونه او لاسته راوړنې له مینځه یوسي.

په سمنګان ولایت د طالبانو له لوري برید په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید “جنایت او غیر انساني” عمل بللی او ویلي یې دي چې دغسې بریدونه د سولې پروسې ته زیان اړوي. د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله هم ورته غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دغه برید د تاوتریخوالي کمولو لپاره د طالبانو له ژمنې خلاف عمل بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب