جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبان تورلېست نه د خپلو مشرانو د نومونو پر لرې کیدو ټینګار...

طالبان تورلېست نه د خپلو مشرانو د نومونو پر لرې کیدو ټینګار کړی

د ( سه شنبه، د سرطان ۲۴) وسله والو طالبانو رسنیو ته په استولې اعلامیه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلوپریکړه مثبت ګام بللی دی خو په تور لېست کې د طالب مشرانو د نومونو پر لرې کیدو یې ټینګار کړی دی.

دوی ویلي، تراوسه دا مسله نه ده حل شوې او په دغه برخه کې باید عملي ګامونه واخیستل شي.

طالبانو دا اعلامیه د هوکړې د لاسلیک د لومړي پړاو د (۱۳۵) ورځو له بشپړیدو وروسته طالبانو نن خپره کړې.

طالبانو د بندیانو د خلاصون د پروسې ځنډیدل د سولې پر وړاندې لوی خنډ یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې افغان حکومت باید له ورکړل شوي لېست سره سم باید نور بندیان هم خوشې کړي وای.

که څه هم  افغان حکومت د وروستیو پيښو د زیاتوالي اصلي عاملان طالبان بولي خو طالبانو بیا په اعلامیه کې امریکایي ځواکونه او افغان حکومت ګرم بللي دي.

وسله والو طالبانو په اعلامیه کې د امریکا پر متحده ایالتو او اړوندو خواوو غږ کړی چې له شته فرصته ګټه پورته کړي او د سولې پروسه له خنډ سره مخ نه کړي.

دوی په اعلامیه کې په ټینګارسره له امریکا غوښتي، چې د سولې روانو خبرو کې هغه چاته چې د دې پروسې پر وړاندې خنډ جوړوي مخنیوی وکړي.

که څه هم افغان حکومت د وسله والو طالبانو د دې اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې په ځلونو په ټینګار سره ویلي چې وسله وال طالبان سولې ته ژمن نه دي نو ځکه یې جګړې ته زرو ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب