Homeخبرونهد لویې څارنوالۍ ۳۱ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي دي

د لویې څارنوالۍ ۳۱ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي دي

تاند (سه شنبه، د سرطان ۲۴) لویې څارنوالۍ اعلان وکړ چې د تېر یو نیم کال په بهیر کې د څارنوالۍ عمومي ریاست د رشوت او د فساد د نورو پېښو ۳۸ دوسیې مستندې کړي او عاملان یې تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې دي. د دغو دوسیو په تړاو ۵۰ تنه دولتي کارمندان نیول شوي دي.

د لویې څارنوالۍ عمومي ریاست رئیس وايي چې ۲۸ دوسیې د تېر لمریز کال اړوند وې چې ۱۵ یې د رشوت اخیستو او ۱۴ نورې یې د اداري فساد مربوط دي.

د هغه په خبره ددغو دوسیو په تړاو ۳۹ تورن کسان نیول شوي چې ۲۴ تنه یې د لوی څارنوالۍ کارکوونکي دي.

لویې څارنوالۍ ویلي چې په غو کسانو کې څارنوالان او نور کارمندان یې شامل دي.

همدارنګه د روان کال په لومړیو درېوو میاشتو کې ۱۱ تنه د اداري فساد په تور نيول شوي دي. په دوی کې ۷ تنه یې رئیسان، څارنوالان او د څارنوالۍ کارکوونکي دي.

سږ کال کې د څارنوالۍ په عمومي ریاست کې ۱۰ دوسیې د اداري فساد اړوند تشکیل شوي دي.

د تورنو کسانو له ډلې یو یې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګدام غړی دی چې د ۸۰ زره ډالرو رشوت په اخیستو نیول شوی وو.

د څارنوالۍ عمومي ریاست په ۱۳۹۱ کال کې د لوی څارنوالۍ په چوکاټ کې رامنځته شوی دی.

دې ریاست خلکو سره د همکارۍ او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د (۱۸۰) اړیکې شمېره رامنځته کړې ده.

د څارنوالۍ د عمومي ریاست رئیس وايي خلک کولی شي ددې شمېرې له لارې د مجرمینو په نيولو کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...