یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهامنیتي ځواکونو د ولسې جرګې غړې حبیبه دانش زوی عقاب تخار نیولی

امنیتي ځواکونو د ولسې جرګې غړې حبیبه دانش زوی عقاب تخار نیولی

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۲۴) د کورنیو چارو وزارت د حبیبه دانش زوی عقاب تخار د نیولو اعلان کړی.
زبیر، چې په عقاب تخار پیژندل شوی، چې په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازې حبیبه دانش زوری دی.
د کورنیو چارو وزارت معین عبدالصبور قانع نن د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل چې زبیر د امنیتې ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
بل لورته په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې حبیبه دانش د خپل زوی له خپل سرۍ دفاع کړې او ادعا کوي چې د زوی وسلې یې د کورنیو چارو وزارت سره ثبت شوې دي.
خوبل لورته د کورنیو چارو وزارت دا ادعا بې بنسټه بولي.
په تیرو ورځو کې، د عقاب تخار خپلې وسلې او ساتونکي په کابل کې د خلکو د ځورولو لپاره کارولي دي.
د هغه د خپلواکۍ په اړه د خلکو له نیوکو او شکایتونو وروسته، مور یې حبیبه دانش وویل چې د هغې زوی د خپلو وسلو د ثبت لپاره د کورنیو چارو وزارت ته تللی و.
خو د کورنیو چارو په وزارت کې یوه باوري سرچینه وايي چې د مېرمن دانش له ادرس څخه هیڅ ډول وسله د ثبت لپاره د کورنیو چارو وزارت ته نه ده سپارل شوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب