جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهمتحده ایالاتو ته د جاسوسۍ په تور د ایران د دفاع وزارت...

متحده ایالاتو ته د جاسوسۍ په تور د ایران د دفاع وزارت د کارمند اعدام

تاند (سه شنبه، سرطان ۲۴)د ایران قضایي چارواکو د امریکا د استخباراتو ادارې ته د جاسوسۍ په تور د دفاع وزارت د  یوه پخواني کارمند اعدام اعلان کړی دی.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلی وویل، رضا اصغري د دفاع وزارت یوه متقاعد کارمند و او د سي آی اې لپاره یې جاسوسي کوله.

هغه زیاته کړه چې د د دفاع وزارت د هوایی ډګر څانګې دغه کارمند په ۲۰۱۶ کال کې یې تقاعد کړی و.

دغه ایراني چارواکي وویل چې اسماعیلي له سي آی اې سره یوځای شوی و او دې ادارې ته یې د “توغندیو په برخه کې ځینې معلومات” پلورلي وو.

د ایران د قضائیه قوې ویاند په وینا ، دغه سړی تیره اونۍ اعدام شو.

ایران مخکې د خپل دفاع وزارت ځینې کارمندان متحده ایالاتو او استخباراتي ادارو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي او ځینې یې د اوږدې مودې په بند محکوم کړي دي.

په دې وروستیو کلونو کې، د ایران امنیت او قضایي ارګانونو یوشمېر تورونه لګولي او د ځینو اشخاصو د نیولو په اړه یې ویلي چې دوی د متحده ایالاتو امنیتي ادارو ته جاسوسي کوله.

دا تورونه دروغ او بې اساسه امریکایی چارواکي بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب