جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهجنرال مکینزي له ولسمشر غني سره د امریکا - افغانستان پر امنیتي...

جنرال مکینزي له ولسمشر غني سره د امریکا – افغانستان پر امنیتي مشارکت خبرې وکړې

تاند(سې شنبه، د سرطان۲۴) په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندان جنرال کینټ مکینزي چې کابل ته راغلی، نن په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

جنرال مکینزي، چې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي پوځیانو په ګډون په ټوله سیمه کې پر امریکايي پوځیانو د څارنې دنده لري له ولسمشر غني سره د افغانستان د سولې پر پروسې، امنیتي وضعیت، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او د ګډ امنیتي مشارکت پر لا پیاوړتیا خبرې وکړې.

د امریکا د پوځ دا تر ټولو جګپوړی قوماندان په داسې ورځ افغانستان ته راغی چې د امریکا د پوځ له لوري په افغانستان کې د پنځو اډو د تشولو خبر خپور شو. دا په داسې حال کې ده چې جنرال مکینزي مخکې ویلي و چې د امریکا خلاق طالبانو د موافقې شرطونه نه دي په ځای کړي.

جنرال مکینزي: طالبانو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو شرطونه په ځای کړي نه دي

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې جنرال مکینزي وویل«د دې لپاره راغلی یم چې تاسو او د افغانستان خلکو ته ډاډ درکړم چې د افغانستان د سولې، پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ او همکاري پرخپل ځای ده او موږ به ستاسو ترڅنګ واوسو، چې افغانستان بیا د ترهګرۍ لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.»

د خبرپاڼې پر اساس، ولسمشر غني جنرال مکینزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ګډ امنیتي مشارکت د پیاوړتیا له امله د هغه مننه وکړه او ویې ویل، سوله د افغانستان د خلکو له اساسي غوښتنو او د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او طالبان باید له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.

جنرال مکینزي په وروستیو ورځو کې د امریکا په کانګریس کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته د روسیې پر انعام اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې له طالبانو سره د روسیې مرسته څه نوې خبره نه ده.

روسیې د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته د پیسو ورکړه رد کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب