تاند(پنجشنبه، د جوزا۲۲) په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د څارنې تر ټولو جګپوړی قوماندان وايي، طالبانو هغه شرطونه په ځای کړي نه دي چې د فبرورۍ د نهه ویشتمې نېټې په موافقه کې یې د هغو د عملي کولو ژمنه کړې وه او پر اساس یې له افغانستانه ټول امریکايي پوځیان له دې هیواده وځي.
د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان جنرال فرانک مکینزي د چهارشنبې په ورځ وویل، امریکا ژمنه کړې وه چې تر جولای وړاندې به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۸۵۰۰ ته راکموي او دا کار یې تر مهالوېش وړاندې کړی دی.
ګلوبل نیوز وايي، یوه بل امریکايي چارواکي، چې په دې موضوع د خبرو د اجازې د نه لرلو له کبله یې نه غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر، چې په فبرورۍ کې ۱۲ زره وو، اوس تر ۹ زرو لږ دی.
میکینزي ټینګار وکړ چې د راتلونکي کال تر مې میاشتې پورې د ټولو امریکايی پوځیانو ایستل د شرطونو له پوره کولو سره تړلي دي.
مکینزي په واشنګټن کې د منځني ختیځ انستیتیوت په کوربه توب ویدیو کنفرانس ته وویل «شرطونه دا دي: ایا موږ ډاډ ترلاسه کولی شو چې له دې ځایه (افغانستانه) بیا پر موږ حملې نه کېږي؟ او که اوس له ما وپوښتئ، په صداقت ویلی شم چې دا شرطونه عملي شوي نه دي.»
مکینزي په عین حال کې وویل «د امریکا لپاره طالبان ګواښ نه دي. طالبان هیڅکله ګواښ نه ول. خو ځینې عناصر شته چې هغو کسانو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې واوسي او موږ ته ګواښ پېښ کړي.»
ده د داعش یا اسلامي دولت د افغان څانګې او دغه راز د القاعده یادونه وکړه.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وویل «موږ باور لرو چې طالبان په حقیقت کې د داعش ملګري نه دي او د هغو پر ضد کار کوي. خو دا ما ته لږ څرګنده ده چې ایا دوی به دې ته ورته اقدام د القاعده پر ضد هم وکړي.»
مکینزي وویل چې د ټرمپ اداره په داخل کې او له ناټو او نورو ايتلافیانو سره په افغانستان کې د خپلو راتلونکو اقداماتو په اړه په خبرو بوخته ده.
جنرال صاحب،
طالیبان تاسو ته ناز درکوی.خو موږ افغانان وژنی.دا شرط په ځای کول نه دی نو څه دی؟او که ړوند یی؟
afghan government have official strategic contract with usa.
but everyday tens of public afghans killing by talibs.
exactly talibs are indirect pakistani soulders and pakistan do not want
peace in afghanistan
from now pakistan make new terrorist party near to diurand line
indian fallow positive policy against pakistan&terrorsm.
but khalilzad fallow the pakistans agenda in peace process.
usa and word must bring political&economical pressure on pakistan
for to stop support of terrorism
thank you
TheTakeban are the left hand of America.
America has created and supported the Taleban.
All should know that America
that if America wanted to see a Taleban free Afghanistan, it could
prevent the Taleban to emerge or eredicate the any time any where.