یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت هغه پولیسو ونیوه چې یوه نجلۍ یې ځوروله

د کورنیو چارو وزارت هغه پولیسو ونیوه چې یوه نجلۍ یې ځوروله

تاند(پنجشنبه، د جوزا۲۲) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه پولیس یې موندلی چې یوه شات پلورنکې نجلۍ یې ځوروله.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، وروسته له دې چې نجلۍ شکایت وکړ چې یو پولیس یې ځوروي، دوی د دغه پولیس د پېژندلو او نیولو اقدام وکړ او ورته څرګنده شوه چې دغه پولیس د درېمې حوزې د جنايي مدیریت غړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، خلکو ته ډاډ ورکوي چې تل پر خپلو کارکوونکو او د هغوی پر چلند څارنه کوي او په داسې مواردو کې به له هیڅ زغمه کار وانخلي.

د کابل په څلورمه کارته کې یوې شات پلورنکې نجلۍ له یوه تلویزیون سره په مرکه کې شکایت کړی و چې د درېمې حوزې د پولیسو یو مامور یې ځوروي او د دې د کار خنډ کېږي.

د نجلۍ له شکایته وروسته ګڼو کسانو په خواله رسنیو کې اعتراضونه وکړل چې د کورنیو چارو وزارت توجه یې ځان ته واړوله او د پولیس د موندلو او پېژندلو لپاره یې کار پیل کړ.

1 COMMENT

  1. که لږ فکر وکړو په اسلامی هیواد کښی ولی ښځو ته ازار ورکول زیاد دی۰حال دا چه اسلام
    کښی وایی۰۰ هغه څه چه د ځان لپاره نه غواړی دبل مسلمان لپاره یی هم مه غواړه۰
    زه باور لرم چه هیڅ څوک د خپلی خور یا لور لپاره ازار ورکول نه غواړی پشتون هو په ناموس ځان او بل هم وژنی ۰راشی د ښو اخلاقو خاوندان شو۰
    که یو څوک پر خپل ځان کورنی او نږدی خپلوانو د اصلاح لپاره لاس په کارشی لیری نه ده چه
    د یو ی ښی تولنی لرونکی واوسو۰ په ډیر درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب