سه شنبه, مې 7, 2024
Homeجنرال وزیريپوځي رتبې وپېژنئ| جنرال دولت وزیري

پوځي رتبې وپېژنئ| جنرال دولت وزیري

ځینو دوستانو د پوځي رتبو او جزوتامونو د نومونو پوښتنه کړې ده، په لاندې ډول يې پوښتنو ته ځواب وایم:

پوځي رتبې

سرتېری:

 د افسرۍ او بریدملۍ رتبه نه وي. په خپله خوښه وسله وال پوځ ته راځي او لومړی ځل د درېیو کلونو له پاره قرارداد کوي.

لومړی د شرایطو په پام کې نیولو سره دوه میاشتې، درې میاشتې او یا تر دې ډېره موده د ښوونې او روزنې په مرکزونو کې چې په کابل او یا په ساحوي قول اردوګانو کې موقعیت لري، پوځي ښوونه او روزنه ترسره کوي او بیا د اړتیا له مخې هغو قطعاتو او جزوتامونو ته ورپېژندل کېږي چې اړتیا يعنې کمبود ولري.

د دوی اردو ته د راتګ پر وخت سن په شرایطو پورې اړه لري، خو نورمال سن تر اتلسو پورته او تر 35 کلونو باید کم وي. دا سن کېدای شي د اړتیا له مخې تر څلوېښت کلنۍ پورې وغزول شي.

له درې کلن خدمت وروسته دوی خپل ترخیص تر لاسه کوي، کور ته ځي او یا بیا د درېیو کلونو له پاره قرارداد کوي. دوی د خدمت په موده کې ټاکل شوې تنخواه تر لاسه کوي. د شرایطو په نظر کې نیولو سره په هرو درېیو او یا شپږو میاشتو کې کور ته په رخصتۍ تلای شي.

– دلګی مشر:

د ده اردو ته د راتګ شرایط او امتیازات له  یوه عادي سرتېري سره تفاوت نه لري، یوازې د وړتیا له مخې، دی د یوه دلګي چې له اوو څخه تر لسو یا کیدای شي یولس تنه وي مشري کوي.

بریدملان (خورد ضابطان):

په پخوانۍ اردو کې بریدمل د خوردضابط په نامه یادېده. په پخوانۍ او اوسنۍ اردو کې دوی پر څلورو رتبو وېشل شوي دي:

پړکمشر –
معاون سر پړکمشر-
سر پړکمشر-
سر پړکمشر قدمدار-

دوی اردو ته له دوو لارو راځي:

– لومړی د بریدملانو د اکاډمۍ له لارې:

دوی د بریدملانو اکاډمي د شرایطو په نظر کې نیولو سره د شپږو، اوو یا اتو میاشتو او یا زیاتې مودې له پاره لولي او بیا د اړتیا له مخې قطعاتو ته ځي.

– دویم د وړتیا ښوولو له لارې:

 هغه سرتېری چې د خدمت په موده کې له ځانه وړتیا وښيي، هغه ته د بریدمل رتبه ورکول کېږي، اردو ته د راتګ لپاره په کې شرط دا دی چې تر نهم ټولګي پورته تعلیم ولري. دی د پنځو کلونو له پاره قرارداد کوي. کله چې لومړی قرارداد پوره کېږي ترخیص اخلي، کور ته ځي او یا له سره د پنځو نورو کلونو له پاره قرارداد کوي.

 دوی د خدمت په موده کې ټاکلې اندازه تنخواه تر لاسه کوي، د بست او وړتیا له مخې ترفیع هم کوي. دوی تقاعد هم لري او تر تقاعد وروسته له دوی څخه ګرځول شوې پیسې بیرته یو ځای ورکول کېږي.

ډویم – افسران:

افسران په عمومي ډول څلور کتګوري دي:

۱ – مادون افسران:

لومړی بریدمن، دوهم بریدمن، په پخوانۍ اردو کې درېیم بریدمن هم وو.

تورن، په پخوانۍ اردو کې جګتوړن هم وو.

۲ – امر افسران:

جګړن

ډګرمن

ډګروال

۳ – جنرالان:

برید جنرال

تورن جنرال

ډګر جنرال

ستر جنرال

۴ – مارشال

افسران د ملي نظامي اکاډمي له لارې چې څلور کاله ده، د دولسم ټولګي فارغان چې نومرې يې له پنځه اویا سلنې څخه پورته وي، د لوړو زده کړو وزارت لخوا يې ازموینه اخیستل کېږي او د ولایاتو د سهمیې له مخې په اکاډمي کې شاملېږي. تر څلورو کلونو وروسته د دوهم بریدمن په رتبه اردو ته ځي.

په همدې توګه د ځوانو افسرانو د اکاډمۍ له لارې چې د شرایطو په نظر کې نیولو سره یو کال او یا اتلس میاشتې وي، د دوهم بریدمن په توګه اردو ته معرفي کېږي. نوموړی اکاډمي ته لیسانس یا څوارلسم پاسان او که پوره نه شي دولسم پاسان د ازموینې له لارې شاملېږي.

پر دې سربېره د اړتیا له مخې د ځوانو افسرانو د کورس له لارې چې شپږ، اته میاشتې او یا یو کال وي هم د دوهم بریدمن په رتبه اردو ته معرفي کېږي. دوی باید له دولسم ټولګي فارغ وي او د ازموینې له لارې کورس ته راتلای شي.

د دې تر څنګ هغه بریدملان چې سر پړکمشر  قدمدار رتبه ولري کولای شي چې د خپل د بریدملۍ مادي امتیازاتو په حفظ سره د ځوانو افسرانو اکاډمي ته راشي او له پای ته رسولو وروسته د دوهم بریدمن رتبه خپله کړي.

څوک چې دې ټولو تعلیمي موسسو ته راځي سن يې باید له شپږ ويشتو کالو پورته نه وي.

په ملي نظامي اکادمۍ، د ځوانو افسرانو اکادمي، او ځوانو افسرانو کورس په موده کې یوه اندازه ټاکلې پيسې د جیب خرڅ په نامه هم ورکوي.

د ملي نظامي اکاډمي فارغان لومړۍ ترفیع له یوه کال، د ځوانو افسرانو اکاډمي فارغان له دوه کلونو او د ځوانو افسرانو کورس فارغان له څلورو کلونو خدمت وروسته ترفیع تر لاسه کوي.

لومړی بریدمن له درېیو کلونو، تورن له څلورو کلونو، جګړن له درېیو کلونو او ډګرمن له څلورو کلونو خدمت وروسته د بست او مساعد سیجل په لرلو سره ترفیع کولای شي. ډګروال د جنرالۍ بست او مساعد سجل په لرلو سره له څلورو کلونو خدمت وروسته ترفیع کولای شي.

په ستردرستیز کې تر ډګرمن رتبې پورې د رتبې ورکولو صلاحیت د لوی درستیز او په دفاع وزارت کې د وزیر د لومړي مرستیال او د ډګروالۍ رتبې صلاحیت د دفاع له وزیر سره دی.

فوق العاده رتبه د وزیر صلاحیت دی او هغه چا ته ورکول کېږي چې له ځانه يې ښه وړتیا ښودلې وي، لوړ بست ولري او په موجوده دنده کې يې لږ تر ږه یو کال خدمت کړی وي.

جنرالي سیاسي رتبه ده، یوازې هغه چا ته ورکول کيږي چې د جنرالۍ له پاره فوق العاده وړتیا ولري او د وسله وال پوځ د اعلی سر قوماندان له خوا چې جمهور رئیس دی ورکول کېږي.

جنرالان د فوق العاده وړتیا له مخې د مساعد سیجل او د بست په لرلو سره ترفیع اخلي.

مارشالي یوه استثنایي رتبه ده، هغه چاته ورکول چې په جګړه کې يې ډیره وړتیا له ځانه ښودلې وي  او یا د دښمن د سترې ماتې سبب شوی وي.

دوهم بریدمن په ۴۲ کلنۍ، لومړی بریدمن په ۴۵کلنۍ، تورن په ۴۷ کلنۍ، جګړن، ډګرمن او ډګروال په ۵۵ کلنۍ کې تقاعد کوي.

برید جنرال په ۵۶ کلنۍ، تورن جنرال په ۵۸ کلني، ډګرجنرال په ۶۰ کلنۍ، ستر جنرال په ۶۲ کلنۍ او مارشال په ۶۵ کلني کې تقاعد کوي.

دوی کولای شي د اړتیا له مخې،  هر کال تر پنځو کلونو پورې يې خدمت وغزوي. تر ډګروال پورې د وزیر او پورته د سر قوماندان صلاحیت دي.

ټول افسران او جنرالان د خدمت په موده کې ټاکل شوې مادي او معنوي امتيازات تر لاسه کوي.

1 COMMENT

  1. اسلام علیکم
    محترمینو هیله مو دا ده چې هر څه تاسو په خپله لیکنه کې واضح کړې لکه: د لوا مشري څوک کوي د قول اردو، غونډ او نورو مشري څوک کوي او د هري رتبې افسر نه څومره پرسونل لاندي کار کوي
    مثلا: ډګرمن د څه شي مشر دي او څومره نفر لري امر ورته څوک کوي، څومره صلاحیت لري او څه مسولیت ورته راجع کیږي.
    مننه که په دي اړه وضاحت راکړو نو زبات په مو منندویه یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب