یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغان، روسیه او امریکا د افغان سولې په اړه خبرې کوي

افغان، روسیه او امریکا د افغان سولې په اړه خبرې کوي

تاند(چهارشنبه، د جوزا۲۱) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، د روان جون په ۱۵ (راتلونکې دوشنبه) د افغانستان، امریکا او روسیې استازي د بین الافغاني خبرو په باب ویدیوکنفرانس کوي.

ضمیر کابلوف وايي، په دې درې اړخیزو مشورو کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او دی (کابلوف) برخه ولري.

کابلوف وايي، د دې غونډې اصلی هدف او د خبرو د اجنډا مرکزي ټکی د بین الافغاني خبرو د چټکتیا پر لارو چارو غور دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي چې دا خبرې د افغانستان د باندنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر په غوښتنه کېږي او دوی هم ورسره موافقه کړې ده.

د افغانستان حکومت غواړي چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل شي خو داسې ګومان کېږي چې ځینې کړۍ هڅه کوي چې خبرې وځنډېږي څو بهرني پوځیان ووځي او د جګړې په میدان کې یې سره معلومه کړي.

خو ځینې نور بیا وايي چې که خبرې د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته وخت ته وځنډول شوې؛ دوه احتماله شته: یا به افغانستان د نوي یمې لسیزې په شان په خونړۍ او ورانوونکې کورنۍ جګړه کې ښکېل شي او یا دا چې په افغانستان کې به د بهرنیو پوځیانو ښکېل پاتې کېدا ته توجیه پیدا شي.

د امریکا او طالبانو د سولې له موافقې سره سم، امریکايي پوځیان په ۱۴ میاشتو کې؛ یعنې د راتلونکې میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه وځي.

ټاکل شوې وه چې د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شي خو له ټاکل شوې نېټې برابر ۳ میاشتې تېرې شوي دي. دا هم څرګنده نه ده چې بین الافغاني خبرې څومره دوام کوي.

کابلوف وايي چې دا درې اړخیزې خبرې له هغو خبرو جلا دي چې روسیه او امریکا یې په منظم ډول د افغانستان په اړه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب