جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهغزني کې ماین چاودنې ۱۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني کې ماین چاودنې ۱۴ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۲) په غزني ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د ولایت ویاند واحدالله جمع زاده وایي دا چاودنه تېره ورځ ناوخته د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره سیمه کې شوې ده.

نوموړی وایي چاودنه د ملکي وګړو په سپرلۍ موټر شوی، چې پرمهال یې ۶ ملکیان وژل شوي او ۸ نورټپيان دي.

جمع زاده زیاتوي، ټپيان روغتون ته لیږدلو شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

هغه زیاته کړه دا ماین د وسله والو طالبانو له لوري امنیتي ځواکونو ته ایښودل شوی وو خو په خبره یې په ملکي وګړو الوتی دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تیره ورځ افغان حکومت ویلي وو، چې تیره اونۍ کې وسله والو طالبانو ۶۸ ملکیانو ته په بیلابیلو بریدونو کې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ارګ تازه ویلي، د طالبانو وروستي بریدونه په ښکاره د سولې هڅې زیانمنوي او پکار ده ، چې طالبانو تاوتریخوالی راکم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب