جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصدیق صدیقي: هغه وخت راغلی چې طالبان له خپلو ظلمونو لاس واخلي

صدیق صدیقي: هغه وخت راغلی چې طالبان له خپلو ظلمونو لاس واخلي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۲) ولسمشرۍ ماڼۍ: د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي د خلکو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنې کړي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې طالبان له خپلو ظلمونو لاس واخلي او په واقعي توګه د سولې پروسې ته داخل شي.

صدیقي لیکلي: «په ښارونو کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتوالی، د هېواد په امنیتي ځواکونو بریدونه، د سړک غاړې د ماین چاودنې چې ولسي خلکو ته پکې مرګژوبله اوړي او د دولتي کارکوونکو په نښه کول هغه څه دي چې تلپاتې سولې او بین الافغاني خبرو د پیل کېدو په اړه یې د خلکو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنې کړي دي.»

حکومتي چارواکي وايي د تاوتریخوالي کمښت د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړه لیک یوه برخه ده چې طالبان ورته ژمن نه دي.

د ملي امنیت شورا تېره ورځ ویلي وه چې په تېره یوه اونۍ کې طالبانو په ۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي دي.

دغې شورا طالبان تورن کړي او زیاته کړې یې ده چې طالبانو داسې مهال خپلو بریدونو ته دوام ورکړی چې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو لپاره هڅې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې علامې په خپرولو سره ویلي وه چې د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه هم د طالبانو له بریدونو خوښ نه دي.

خو طالبانو د افغان دولت دغه ادعا بې بنسټه بللې ده او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو په مرګژوبله کې دوی لاس نلري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي افغان دولت د قطر په ګډون د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتي څو طالبان دې ته قانع کړي چې تاوتریخوالی راکم کړي.

بلخوا د ملي امنیت سلاکلار حمدالله محب هم ویلي چې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی ددې لامل شوی چې بین الافغاني خبرې وځنډیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب