جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهصدیقي: د طالبانو وروستي بریدونه سولې ته خنډونه جوړوي

صدیقي: د طالبانو وروستي بریدونه سولې ته خنډونه جوړوي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۲) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، په ښارونو کې د طالبانو وروستي بریدونه په ښکاره سولې ته د رسېدو هیلې زیانمنوي.

صدیق صدیقي به خپله ټوېټر پاڼه لیکلي هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي او افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته کیني.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر وړاندې لوی خنډ د بندیانو خوشې کیدل یادیږي.

صدیق صدیقي وايي، ښارونو کې د طالبانو تاوتریخوالی، پر افغان ځواکونو بریدونه، د سړک غاړې ماین چاودنې او د حکومتي کارکوونکو په نښه کول د سولې خبرو لپاره د خلکو او نړېوالو هیلو ته زیان رسولی دی.

صدیقي وايي، اوس یې وخت دی چې طالبان تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په صادقانه ډول د سولې بهیر کې برخه واخلي.

په ورته مهال د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ویلي، چې بین الافغاني خبرې به د ټولو بندیانو تر خوشې کیدو یوه اونۍ وروسته پيل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره اړتیا ده چې ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو بهیر پای ته ورسېږي.

ویل کیږي چې د روانې عیسوي میاشتې په وروستیو کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټينګار کوي، چې د افغان حکومت له لوري ټاکل شوی پلاوی خبرو ته چمتو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب