Homeخبرونهفاریاب کې ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

فاریاب کې ۲۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( یکشنبه، دسرطان ۲۲) د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسؤلان وایي د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

له یادې قول اردو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې نښته کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینه وایي په دې نښته کې ناصر، چې د شیرین تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وو له ۱۴ نورو طالبانو سره وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي په ټپيانو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قومندان ملا زرقاوي هم شامل دی.

سرچینه دغه راز په خبرپاڼه کې وایي، چې امنتیي ځواکونو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې هم دوه طالبان وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

سرچینې په خبر پاڼه کې افغان ځواکونو ته د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته وسله والو طالبانو هم په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...