جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريد ولس زور، د خدای زور| جنرال دولت وزیري

د ولس زور، د خدای زور| جنرال دولت وزیري

پر ځای خبره ده چې وايي:

«د خلکو زور د خدای زور دی.»

کله چې خلک و غواړي پر خپلو روا غوښتنو ټينګ ودرېږي، توپ، ټانک، توره، ټوپک او بل داسې قوت نه شته چی د دوی د قوت مقابله وکړي.

یوه بېلګه یې په سیمه کې عرب پسرلی (Arab Spring) یا په عرب هېوادونو کې د خلکو پاڅونونه وو، چې په ګڼو هېوادونو کې د نظام د بدلون سبب شو. دغه پاڅونونه د ۲۰۱۰م کال په لومړیو کې اول په تونس هېواد کې پیل شول، وروسته نورو هېوادونو ته وغزېدل.

د دې تر څنګ په نړۍ کې ځینو سیاستوالو په فکري لحاظ انقلابونه راوستل.

ګاندي، نهرو او خان عبدالغفار خان د خلکو په زور او سوله ییز قوت د وخت ستر استعمار لويه بريتانيا دې ته اړ کره، چې د خلکو روا غوښتنو ته چې د هند د نيمې وچې خپلواکي وه غاړه کېږدي.

د دارالامان ماڼۍ د جوړيدو پر مهال د کارګرانو معاش د اعلیحضرت امان الله خان د سر یاور (محمود) له خوا چې د کارونو د کنترول مسووليت يې پر غاړه و، یوه نیمه افغانۍ ټاکل شوې وه.

یوه ورځ چې محمود په ماڼۍ کې نه و، امان الله خان ماڼۍ ته ورځي او د کارګرانو د حال او تنخوا پوښتنه کوي.

کارګران ورته وايي، چې تنخواه يې د محمود له خوا يوه نيمه افغانۍ ټاکل شوې ده.

شاه ورته وايي:

«که چیرې زه ستاسو پر ځای وای په يوه نيمه افغانۍ خو ما دا ټوله ورځ نوکري نه کوله. کم تر کمه بايد زما تنخواه درې افغانۍ واي.»

کله چی محمود د کنترول له پاره ماڼۍ ته راځي، ګوري چې کارګران کار نه کوي او د تنخواه د لوړیدو غوښتنه کوي.

له ډېرو خبرو او فشار په پايله کې محمود دې ته اړ شو چې د دوی تنخوا دوه افغانيو ته پورته کړي.

څو ورځې وروسته شاه یو ځل بيا په ماڼۍ کی د محمود د نه شتون پر مهال راځي او له کارګرانو د تنخواه پوښتنه کوي، کارګران ځواب ورکوي او وايي:

«تنخواه مو لوړه شوه، دوه افغانۍ شوه.»

شاه ورته وايي:

«ولې درې افغانۍ نه شوله، له دې ښکاري چې له تاسو هيڅ نه جوړېږي. که زه وای چې درې افغانۍ رانه کړي، کار مې نه کاوه.»

پر سبا چی محمود ماڼۍ ته راځي ګوري چې کارګران ناست دي او کار نه کوي، د کار د نه کولو د علت پوښتنه کوي.

کارګرانو ورته وویل:

«تر څو زموږ معاش درې افغانۍ نه شي، موږ کار نه کوو.»

دوه درې ورځې محمود مقاومت وکړ، بد او رد يې کارګرانو ته وویل، په زندان او له کاره په شړلو يې و وېرول، خو نتیجه يې ورنه کړه. په پای کې دې ته اړ شو چې معاش ور ته درې افغانۍ کړي.

له ډېرې مودې وروسته محمود په دې پوه شو چې کارګران د امان الله خان له خوا لمسول شوي وو.

د اسلام په سپېڅلي دین کې هم په ډېر وضاحت ویل شوي دي، خدای(ج) هغه ملت ته بدلون ور کوي او مرسته ور سره کوي، چې خپله ملت و غواړي چې ځان ته بدلون ور کړي او حرکت وکړي.

د جرمني هېواد پيژندل شوي شاعر مارتين نيمولر چې د (۱۸۹۲ – ۱۹۸۴ میلادي) کلونو تر منځ يې ژوند کاوه، پېژندل شوی شخصیت و.

نوموړي د ( ۱۹۳۳ – ۱۹۴۵) میلادي کلونو تر منځ د هټلر او د هغه د واکمنۍ پر ضد لنډ شعرونه ليکل، له دې سره يې نړیوال شهرت تر لاسه کړ.

دی وايي:

«لومړی ځل په کمونستانو پسې راغلل، زه غلی وم ځکه چې زه کمونست نه وم. په بل ځل يې په سوسیالستانو پسې را واخیسته، دا ځل هم غلی شوم، ځکه چې زه سوسیالست هم نه وم. وروسته يې د یهودانو پر وژلو پیل وکر، بیا هم زه غلی وم، ځکه چې ما ويل چې په ما يې څه، زه خو څه يهودي نه یم. په پای کې په ما پسې راغلل، خو له بده مرغه دا هغه وخت و چی د اعتراض له پاره څوک پاتې نه وو.»

دی وايي:

«که خلک له خپله زوره خبر نه وي او و وايي چې پر ما يې څه، غلي وي او ټول وخت چوپتيا غوره کړي. په خپله به هېڅ شي بدل نه شي. کله چې بیا د ده يا د دوی سر ته مشکل را ورسېږي، هغه مهال به وخت تر وخت تېر وي.»

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب