جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمشاهد حسین: افغانستان سره دې تګ راتګ بې له ویزې تر سره...

مشاهد حسین: افغانستان سره دې تګ راتګ بې له ویزې تر سره شي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۲) مشاهد حسین: د پاکستان او افغانستان تر منځ دې د اړیکو د پراختیا په موخه د ویزې پرته تګ راتګ تر سره شي.

د پاکستان د سنا مجلس غړی مشاهد حسین وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ راتګ باید له ویزې او پاسپورت پرته تر سره شي.

مشاهد حسین د پاکستان د سنا مجلس غړی دی او په دغه مجلس کې د بهرنیو اړيکو د کمېټې مسؤولیت هم په غاړه لري ویلي، دواړه هېوادونه دې په خپلو کې اړیکې نورې هم پراخې کړي.

حسین وايي د دواړو هېوادونو تر منځ دې د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې او خنډونه له منځه لاړ شي او سوداګرو ته دې په دې برخه کې سهولتونه برابر شي.

هغه زیاته کړې د یادو هېوادونو تر منځ دې تګ راتګ بې له کوم قید او شرط پرته تر سره شي او خلکو ته دې اسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړي له افغانستان سره د پاکستان په هر اړخیزو همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان دې د افغان سولې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

مشاهد حسین ویلي هیله لري چې افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي او روانه جګړه نوره پای ته ورسېږي.

عام خلک هم وخت ناوخت د پاکستان او افغانستان له حکومتونو ورته غوښتنې لري او وايي چې د دواړو هېوادونو تر منځ دې تګ راتګ بې له ویزې څخه تر سره شي، ترڅو په بندرونو کې له ساعتونو ساعتونو انتظار کولو خلاص شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب