جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امیتاب بچن زوی ابیشک بچن هم په کورونا ناروغۍ اخته شوی

د امیتاب بچن زوی ابیشک بچن هم په کورونا ناروغۍ اخته شوی

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۲) وروسته له هغې ، چې د هند د سینما مشهور لوبغاړی امیتابچن په کورونا ویروس اخته شو ور سره همهاله یې د زوی ابیشک بچن د کورونا ټیسټ هم مثبت شوی دی.

ابیشک بچن هم اوسمهال د درملنې لپاره د مومبای په ناناویتي روغتون کې بستر شوی هلته ، چې تیره ورځ یې پلار بستر شوی دی.

ابیشک بچن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: « زه او پلار مې دواړه په روغتون کې بستر یو، زموږ د کورونا ټسټونه مثبت دي، زه له ټولو خلکو هیله کوم ویریږئ مه روغ به شو، مننه کوم.»

له دې وړاندې یې پلار امیتاب بچن هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې دکورونا ټیسټ یې مثبت شوی او روغتون ته لاړ.

ویل کیږی له کله نه ، چې په هندوستان کې د قرنطین مسله ماته شوه نو ابیشک بچن دوه ځلې ممبی ډبینګ سټوډیو نه لیدنه کړې ده.

ابیشک بچن د امیتاب بچهن زوی په هندي سینما کې زیات مینه وال لري نوموړی له خپلو مینه والو مننه کوي، چې وخت ناوخته یې پوښتنه کوي.

هند هم په نړۍ کې  یو له هغو هیوادونو دی، چې اوس په کې په کورونا تر ټولو ډیر خلک اخته دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې په یاد هیواد کې د کورونا ټولې ۸ لکه ۴۹ زره ۸۱۷ مثبتې پيښې ثبت شوي او ۲۲ زره ۶۸۵ تنه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب