جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحمدالله همدرد: د هرات ګمرک عواید په کمساري ډول زیات شوي

حمدالله همدرد: د هرات ګمرک عواید په کمساري ډول زیات شوي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۲) د هرات ګمرک ۳ ورځو کې ۳۶۹ میلیونه عواید د دولت خزانې ته جمع کړي.

د هرات ګمرک مسؤولین وايي، د ۳ ورځو په موده کې یې ددغه ګمرک څخه ۳۶۹ میلیونه عواید تر لاسه کړي او د دولت خزانې ته یې ور اضافه کړي دي.

د هرات د ګمرک رئیس حمدالله همدرد وايي، د فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوي او په خبره یې چې یاد ګمرک به د مافیایي کړیو څخه خلاص کړي.

همدرد زیاته کړې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې ۱۱۹ میلیونه، د پنجشنبې په ورځ یې ۱۲۲ میلیونه او د شنبې په ورځ یې ۱۱۸ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته اضافه کړي دي.

نوموړي په دغه کچه عواید د یاد ګمرک لپاره په تاریخ کې کمساري بللي.

همدرد دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې تېره (یکشنبه، د سرطان په ۱۵) د هرات والي سید وحید قتالي ویلي وه چې د هرات ګمرک ۹۰ سلنه عواید شخصي جېبونو ته ځي.

1 COMMENT

  1. داسی چور روان دی چی د افغانستان په تاریخ کی یی ساری نشته. فکر و کړی که په دریو ورځو کی ۳۶۹ ملیونه زیات شوی نو دغه څوکاله دغه عواید څه شول. که حکومت وای په خدای چی پوښتنه یی کوله خو حکومت نشته دی. خدای د دغه چارواکی برباد کړی ملت خو یی تباه کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب