جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورمه وېرېږه" کتاب چاپ شو"

مه وېرېږه” کتاب چاپ شو”

د نامتو امریکایي اروآپوهې سوزان جیفرز دغه کتاب مه وېرېږه یو نړیوال شهکار ده، چې د نړۍ په سلو هېوادونو کې، تر درې میلیونو زیات، تر دیرشو په ډیرو ژبو خپور شوی، او اوس باسط واحدي په پښتو ژبه ژباړلی. سوزان جیفرز د امریکایي ارواپوهانو په لړ کې یوه نامتو او خواریکښه ارواپوهه ګڼل کېږي، چې د خپل عمر پۀ اوږدو کې یې ۱۸ کتابونه لیکلي، لومړنی کتاب یې د وېرې احساس وو، چې وروسته بیا په یوه نړیواله پدیده واوښته. سوزان پۀ ۷۴ کلنۍ، کلیفرنیا کې پر خپل کور کې ساه ورکړه چې د خاوند پۀ وینا یئ، سرطان وه.

دغه کتاب څلور سریزې، سل صفحې او لس فصلونه لري، د وېرې، غوسې او شک په ځواک، عمل او مینې د بدلون حل لاري بیانوي؛ مونږ هریو نر، ښځه، ځوان، زوړ، غریب او خان وېرېږو، خو دغه ستونزه مو په ماشومانو او ځوانانو کې تر نورو ډیره وي، مونږ ته له کوچینوالي د پام کوه! پام کوه! کلمو قدم اخېستل ګران کړي وي. عجیبه به درته ښکاره شي خو د نړۍ په هیڅ ګوټ کې میندي او پلرونه ماشومان نه وهي، خو زمونږپه افغاني ټولنه کې یو عادي خبره ده. له کوچنیتوبه یې په وهلواو رټلو رالویه وي، دغه کړنې د کوچنیانو فکري قوه ضعیفه ، وېره یې ډیره او په اوږدمهاله کې یې ژوند له ستونزو سره مخ کوي. چې کله ځوانۍ ته ورسېږي د پریکړو په نیولو، مثتب فکر، مسؤلیت منلواو اولویت ټاکلوکې ستونزي لري، ځان ورته یو بې ځواکه کس ښکاري او هر څه ته له منفي زوایې ګوري.

دکتاب په اړه نامتو لیکوال جک کانفلیډ وايي “هر هغه څوک چې په لوست پوهېږې زه د دې کتاب د لوستو سپارښتنه ورته کوم” رښتیا هم همدومره ګټور دئ، ځکه تاسو ته درښایي چې ولې مونږ وېرېږو؟ د کتاب هر څپرکی د وېري په اړه ډول ډول تاکتیکونه بیانوي، لیکواله د څیړنو پر بنیاد کاږي چې “نوي فیصده هغه څه چې مونږ یې په اړه اندیښنه کوو نه واقع کیږي، پدي معني چي زمونږ منفي فکرونه یواځي لس فیصده د صحیح والي چانس لري، ښه که اوس له تاسو وپوښتل شي چې مثبت فکر به ډیر عقلي وي او که منفي؟ حتمآ به مو ځواب مثبت فکر وي ؛ د خپل ژوند په اړه فکر وکړئ، زه باوري یم، ډیر هغه څه چې تاسو یې په اړه تشویش کاوه هیڅ ندي واقع شوي”، همدارنګه کتاب د ویرې په اړه وایې چې یواځینئ لاره چې ویره ختموي او د ځان په اړه مو ډاډمن احساس دربښي داده ، چې بهر لاړ/ لاړه شه او هماغه کار چې ویره ترې لرې ترسره کړه. ځکه دا مو د وېرې د ختمېدو تر څنګ په ځان باور زیاتوي. باید په یاد ولرو چې، له هغو نويو کارونو چې مونږ ویره لرو، همدا مهال دنیا کې یو څوک شته چې دغه کارترسره کوي نو ویره ستونزه نده. زمونږ هڅه باید دا وي چې د فرق نکوي او زه یې کولای شم جملي مو همیشه په ‌ذهن کې وي.

باسط واحدي د پوهنتون استاد اود افغانستان د څېړنې د شبکې غړی دی، له نړیوال اسلامي پوهنتون څخه په اقتصاد او مالیه کې ماستري لري او اوس مهال د انسان مجلې سره دڅېړنې په برخه کې همکاردی. د درې اثارو څخه یې دا لمړی هغه ده چې د چاپ په ګاڼه سبمال شو، لوستونکي یې په اکسوس، جهان اسلام، سروش او سمون کتاب پلورنځیو کې موندلی شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب