Homeکلتورد وسپنې د عصر د وژل شوي کس سکلېټ وموندل شو

د وسپنې د عصر د وژل شوي کس سکلېټ وموندل شو

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۲) یو سکلېټ (skeleton)، چې باور کېږي د وسپنې د عصر د یوه وژل شوي کس دی، د لرغونپوهانو له لوري د بریتانیا په بکینګهم شایر (Buckinghamshire) کې وموندل شو.

لرغونپوهانو دا سکلیټ د (HS2) په نوم پر پروژې د کار په ترڅ کې کشف کړی دی.

د دې پروژې لرغونپوهان وايي چې سکلېټ یې وینډور ته نژدې په (Wellwick Farm) سیمه کې د کیندنو په ترڅ کې ومونده.

دوی وايي، د دغه کس غیرمعمولي خښېدا ښيي چې ممکن وژل شوی وي.

لرغونپوهان پر سکیلټ نوره څېړنه کوي چې د هغه د وژل کېدو نور شواهد ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...