Homeخبرونهڅېړونکي: د نري رنځ واکسین د کورونا مخه نیسي

څېړونکي: د نري رنځ واکسین د کورونا مخه نیسي

تاند (شنبه، د سرطان ۲۱) یوه تازه څېړنه ښيي چې د نري رنځ یا ټي بي واکسین د کورونا ناروغۍ له مخنیوي سره مرسته کوي.

د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، څېړونکو موندلې، په هغو هیوادونو کې چې ډېرو خلکو د نري رنځ پر ضد واکسین شوي، لږ کسان په کووید نولس اخته شوي دي.

دوی وايي، د دې معنا دا نه ده چې د نري رنځ واکسین د کورونا په وایرس د هغو اخته کسانو درملنه کوي چې ناروغي یې شدیده وي خو په مجموع کې د کورونا په وړاندې د خلکو معافیت زیاتوي او احتمالاً یې په دې وایرس د اخته کېدو مخه نیسي.

د امریکا د ویرجینیا د پولتخنیک انستیتوت او کالج څېړونکی لوییس ایسکوبر د هغو هیوادونو معلومات او ډاتا سره پرتله کړې چې د نري رنځ (TB) واکسین ډېرو خلکو کړی او هغو چې لږ دا ډول واکسین یې کړی دی.

دی وايي، په اکثرو اسیايي هیوادونو کې د نري رنځ پر ضد خلک واکسین کېږي خو د امریکا په متحدو ایالتونو کې خلک د نري رنځ واکسین نه کوي.

د نري رنځ د واکسین په اړه ویل کېږي چې ۱۰ کاله دوام کوي خو ځینې څېړنې ښيي چې ممکن ۲۰ کاله یې اثر دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...