Homeکلتورسینماامیتابچن په کورونا وایرس اخته شوی

امیتابچن په کورونا وایرس اخته شوی

تاند (شنبه، د سرطان ۲۱) د هند د سینما نامتو لوبغاړی امیتابچن په کورونا له اخته کېدو وروسته په روغتون کې بستر شو.

وروسته له دې چې د امیتابچن د کورونا ټیست مثبت ثابت شو، د درملنې لپاره د مومبای په ناناویتي روغتون کې بستر شو.

امیتابچن د خپلې ناورغۍ خبر پر خپله ټویټرپاڼه اعلان کړ. ده لیکلي «زما د کورونا ټیست مثبت و، روغتون ته لاړم…»

ده همداراز د خپلې کورنۍ له غړیو، د روغتون له کارکوونکو چې دی یې معاینه کړی، له هغو خلکو چې په وروستیو لسو ورځو کې یې له ده سره له نژدې ناسته پاسته کړې، غوښتي د کورونا لپاره معاینه وکړي.

له امریکا او برازیل وروسته په نړۍ کې اوس په کورونا تر ټولو ډېر خلک په هند کې اخته دي.

په دغه هیواد کې ۸ لکه ۴۹ زره ۸۱۷ تنه په کورونا اخته دي او ۲۲ زره ۶۸۵ تنه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...