جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملي شورا تر ۷۰٪ غړي په کورونا اخته شوي

د ملي شورا تر ۷۰٪ غړي په کورونا اخته شوي

تاند (شنبه، د سرطان ۲۱) د ولسي جرګې ځینې غړي وايي چې د افغانستان د ملي شورا په سلو کې له ۶۰ تر ۷۰ غړي په کورونا وایرس اخته شوي دي.

د ولسي جرګې څو غړیو نن وویل چې په هیواد کې د کورونا وایرس د خپرېدو له پیله تر دې دمه د ملي شورا تر اویا سلنه غړي په کورونا اخته شوي چې یو شمېر یې ښه شوي او یو شمېر نور یې لا هم ناروغان دي.

اکثره افغانان وايي چې کورونا یې تېره کړې. دوی وايي چې په ځینو کسانو سخته خو په ډېرو نورو اسانه تېره شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت غواړي چې یوه سروې وکړي څو معلومه کړي چې څومره افغانان په کورونا اخته شوي، څومره ښه شوي او څومره ورڅخه مړه شوي دي.

په افغانستان کې ډېر خلک نه غواړي چې کورونا یې رسماً ثبت شي.

د عامې روغتیا وزارت رسماً د څه باندې ۳۴ زره تنو کورونا ثبت او اعلان کړې ده.

همداراز رسماً د نژدې زر تنو مړینه تایید شوې ده.

په ولسي جرګه کې د هرات استازې سیمین بارکزۍ وايي، د دې جرګې اکثریت غړي په کورونا اخته شوي، لږ شمېر لا هم ناروغ دي خو ډېر یې ښه شوي دي.

2 COMMENTS

  1. خدایه دغه ښکلی تعمیر له دغه ځایه د کورنا مرض په زور لیری کړی. نور له دغه پارلمان او حکومت څخه خلک دومره خفه دی چی حد نه لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب