سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد کورونا واکسین به د کال تر پایه تائید شي

د کورونا واکسین به د کال تر پایه تائید شي

خبریاله: عاقله اسد(شنبه، د سرطان ۲۱) د حرمني بیو ان تیک ټیکنالوژيکي شرکت، چې د امریکا له فایزر درمل جوړولو شرکت سره د کورونا ویروس پر واکسین جوړولو په ګډه کار کوي، ډاډ ورکوي چې د دې کال تر پای پورې به د کورونا ضد واکسین تصویب شي.

یاد شرکت ویلي چې د دې میاشتې په وروستیو کې به ۳۰،۰۰۰  واکسینونه له روغتیايي ادارو سره شریک شي.

رویټرز خبري اژانس تیره اونۍ راپور ورکړ چې که واکسین د بازارموندنې جواز ترلاسه کړي، شرکتونه به چمتو وي چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې ۱۰۰ میلیون او د ۲۰۲۱ تر پای پورې په جرمني او متحده ایالاتو کې ۱،۲ ملیارد دوزه نور واکسین هم جوړ شي.

د کورونا د مخنیوي لپاره واکسینونه او درمل په وروستیو پړاوونو کې دي

د راپورونو پر اساس، حتا څو سوه میلیونه دوزه واکسین له تائید دمخه تولید کیدی شي.

دا چې دغه واکسین به تائید شي که نه، دا به وروسته ولیدل شي.

د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو په تېره بیا امریکا، بریتانیا او چین کې شاوخوا دوه سوه شرکتونه د کورونا ضد واکسین پر جوړولو کار کوي.

2 COMMENTS

  1. واکسین د طب په علم کی په دری ډوله جوړیږی
    لمړی ژوندی ضعیفه واکسین: په دغه ډول کی وایروس ښه کمزوری کوی او بیا تری واکسین جوړوی. مثلا د کورونا وایروس ښه کمزوری کوی او بیا یی په یو شیشه یی بوتل کی اچوی او انسانانو ته یی پیچکاری کوی. لکه د شیری واکسین

    دوم ډول مړه یا غیر فعال واکسین: په دغه ډول کی وایروس د وچی او تودی هوا یا د شعاعو او یا دکیمیاوی موادو په زور وژنی او بیا یی په یو شیشه یی بوتل کی اچوی او انسانانو ته یی پیچکاری کوی. لکه دلیونی سپی واکسین

    دریم ډول ټوټه یی یا تیکه یی او یا پارچه یی واکسین چه په طب کی ورته ساب یونیتی وای. دغه واکسین د وایروس د وجود یوه ټوټه ده چه واکسین تری جوړوی. مثلا د کورونا وایروس د جود څخه یوه وړه برخه يا ټوټه غوڅوی او واکسین تری جوړوی. لکه د ژیړی واکسین.

    اوس دنړی ساینسدانان او ډاکتران د واکسین په څیړنه بوخت دی چه کوم ډول واکسین د کورونا لپاره جوړ کاندی؟ خو زیاتره کمپنی په دی کوشش کوی چه دریم ډول واکسین جوړ کړی، پدی شرط که کامیاب شی؟ ځکه دغه واکسین د انسان لپاره خطر نلری.
    په لنډ ډول که ژوندی ضعیفه واکسین جوړ کړای شی نو د کورونا مریضی په مقابل کی به یی زور، دفاع او مقاوت شاید تر ۸۰ فیصد لوړ وی. مګر خطر یی دادی چه دغه ضعیفه شوی وایروس چه واکسین تری جوړ شوی، کیدای شی واپس فعال او قوی شی او انسانان د کرونا په مرض اخته کړی، بل خطر یی دادی که دغه واکسین جوړ شی هغه انسانان چه د سرطان، قلب او حتی د وجود دفاعی سیستم یی کمزوری وی د استعمال اجازه نلری، او ځینی نور خطرات… د دی له امله د واکسین کمپنیانو د څو میاشتو کوشش او پرلپسی ټیسټونو نتیجه دا شوه چه ساب یونیټی یا ټوټه یی واکسین باندی کار وکړی خونتجه یی تر اوسه؟
    دوم ډول مړه یا غیر فعال واکسین چه مقابله او دفاع یی شاید د کورونا په مقابل کی د ۴۰ فیصده څخه کمه وی. دا څو میاشتی کیږی کوښښونه، څیړنی او ډول ډول تجربی روانی دی. خلاصه دا چه ساب یونیټی چه د کرونا په دفاع کی ۶۰ فیصده قدرت لری، د مختلیفو کمپنیو تر تجربو لاندی یی کارونه روان دی خو تر اوسه لا روان دی؟ ځکه د واکسین د دفاع فیصدی ډیره مهمه ده، خو تر اوسه ؟؟؟
    پورتنی ټول معلومات می د انترنیټ څخه راټول کړیدی، فقط په دغه تبصره کی می پښتو ژباړی ته راواړول. د اوږدی تبصری په لیکنه معذرت غواړم
    د همدغی تبصری باقی معلومات سبا ته په همدغه صفحه کی.
    د الله په امان

  2. په مخکینی تبصره کی په ساده ډول واضح شول چه دری ډوله واکسین ۱ـ ژوندی کمزوری، ۲ـ مړه او ۳- ټوټه یی واکسین د طب په علم کی جوړیږی. د دغه واکسینونو د خاصیت په لوړولو کی ځینی کمکی مواد هم اچوی لکه المونیم هایدرو اکساید، المونیوم فاسفید او ځینی نور، خو په ځینو واکسینونو کی دغه کمکی مواد نه اچوی لکه د شری ناروغۍ واکسین اونور. همداسی دکمکی موادو علاوه ځینی نور مواد هم پکښی ګډوی چه د واکسین د ککړیدو مخه نیسی، او هم د واکسین په حفاظت او د وخت په اوږدوالی تاثیر اچوی لکه شکری او ژلاتین.
    دلته په علمی حساب نور پیچلی موضوعات او بحثونه هم شته چه هغه تاسو مغشوش او سر دردوی، یواځی د طب ډاکتران پری پوهیږی ځکه هغوی مسلکیان دی.
    راګرځو د ویروسونو برخی ته:
    ویروسونه دعلم په بنسټ د کړنو او فکټورونو له مخی په مختلیفو څانګو او ډلو ویشل شوی دی. لکه د ژنیتیک یا وراثت د جوړښت له مخی ایا ډی این ای لری او که ار این ای. بل چه پښ لرونکی کړۍ او یا ګرده غوړه پرده لری او که بی پردی دی. بل دا چه دتکثر یا بیا زیږونی څرنګوالی له مخی وکتل شی. او اخر دا چه څرنګه ناروغی مینځته راوړی.

    اوس به د تبصری بلی ورته برخی ته را وګرځو.
    د نړی طبی علماوو دشکل یا قواری له مخی تر ننه پوری ټول وایروسونه په دوه ډوله پیژندلی دی. چه یو ته پوښ لرونکی پرده داره او بل ته بی پوښه یا بی پردی وای
    ۱- پوښ لرونکی یا پرده یی وایرسونه لکه کورونا، ایبولا، دلیونی سپی، انفلونزا، شرۍ، ایډس، اوریون، هيپاټيټس ب سی ډی او نور
    ۲- بی پوښه یا بی پردی لکه رینو یا زکام، روټا، هيپاټيټس A E، د ماشومانو فلج او نور

    ۱ـ پرده لرونکی ویروس : د دغه ویروس په جوړښت کی په عام ډول دری برخی لیدل کیږی، لمړی جنیتیکی برخه چه په مینځ کی ده، دوهمه برخه د یوی پروتینی پردی پواسطه پوښل شوی ده، دریمه برخه د دوه غوړو او سریشناکه پردو پواسطه پوښل شوی ده.
    په بله معنی فرض کړو که د چرګی یوه هګی راواخلو، دلته دهګی زیړه برخه جنیتیکی ده، سپینه برخه پروتینی پرده یا جدار دی او اخرنی برخه یا د هګی پوستکی د ویروس باندینی یا دوه غوړی پردی یا پوښونه دی. خو دچرګی هګی یوازی یو باندینی پوستکی یا پرده لری مګر ټول پرده لرونکی ویروسونه بیا دوه غوړی پردی لری.

    ټول پوښ لرونکی ویروسونه دالکولو سره حساسیت لری او هم میکروب ضد وژونکو دوایانو سره. نو ځکه د کورونا د له مینځه وړلو لپاره سپارښتنه شوی چه خپل لاسونه په الکول لرونکی مایع او صابون ومینځی. ځکه د مایع او صابون په استعمال سره د دغه پوښ لرونکو وایرسونو باندینی دوه غوړی پردی حل او له مینځه ځی، نو په دغه وخت کی د وایروس جینیتیکی او پروتینی جدار برخه د فعالیت څخه لویږی او له مینځه ځی. اوس به بیا د چرګی د هګی فرضیه تکرار کړو، کله چه د هګی باندینی پرده یا پوښ مات کړو نو دهګی ژیړ او سپین به بیا ونشی کړای چه فعال اوسی او یا بچی یا چرګوړی راوړی.
    بل داچه پوښ لرونکی ویروسونه د دوامداره او پرله پسی ناروغیو باعث ګرځی.

    برخلاف بی پوښه یا بی پردی وایرسونه د الکولو مایع، صابون او نورو سره حساسیت
    نلری. او نه د دوامداره او پرله پسی ناروغیو باعث ګرځی.

    خپلو ورونو ته ځما د وروری سپارښتنه
    د کرونا د وژلو لپاره، او د دغه ناروغی د بچ کولو لپاره ارزانه لار صابون دی
    لاسونه مینځل نیمه دقیقه په خپل شخصی صابون نه د بل سره په شریک صابون
    نظافت جز د ایمان دی
    الله ج دې د ځمکی کُری څخه دغه نجس او دوامداره وایروس ختم کاندی
    دخدای په امان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب