شنبه, جولای 6, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهپر ځان د باور موندلو ګټورې طریقې| صفـې الله هـاشمي

پر ځان د باور موندلو ګټورې طریقې| صفـې الله هـاشمي

بریا او پرمختګ
په خپل ځان باور لرل د بریا په لور لومړی ګام دی،که چېرې په خپل ځان باور ونلرئ، په کارونو کې بریالي کیدل درته ډېر ستونزمن کيږي.
۱- یو شعار خپل ځان لپاره وټاکئ او هغه هره ورځ خپل ځان سره تکرار کړئ.
۲- پوه شئ چې ستاسو نظر یواځېنی نظر دی، چې اهمیت لري.
د بل چا بې ګټې فکرونه او نظرونه لرې کړئ. او یوازې تاسې یئ چې خپل ځان لپاره واقعي ژوند رامنځته کولای شئ.
۳- کاري،د زده کړو محول او یا هم په خپل کور کې خپل نظرونه شریک کړئ. کله چې د اړېکې هغه وخت کې د بل چا د اطاعات او تسلط غوښتونکي ونه وسئ، هغه وخت په خپل ځان او په خپلو نظریاتو باور او اطمینان پیدا کوئ.
۴- هر څه وازموئ! حتی که تاسو پوهېږئ هم چې دغه کار امکان نلري. حتی کوچنۍ بریاوې کولی شي چې ستاسو په خپل ځان باور زیات کړي او د دې باعث شي چې وروسته د یو هدف او کار په کولو کې په خپل ځان ډېر باور وکړئ.
۵- دفاعي تګ مو پریږدئ. مخکې له دې چې هڅې مو کړې وي، له ځان سره مه وایاست چې نشی کولی په ژوند کې یو ځانګړي هدف ته ورسېږئ،تاسې په دغه کار سره اجازه ورکوئ چې ماته وخورئ؛نو دغه عادت مو پرېږدئ او همېشه ددغه کار په خلاف برعکس عمل وکړئ.
۶- د خپلو ملګرو لېست مو له هغو کسانو څخه ډک کړئ چې ستایونکي وي. کله چې د بریاليو کسانو په څنګ کې ووسئ، هغوی کولی شي چې تاسې په ځان باوري کړي. له دغو کسانو څخه مرسته وغواړئ، چې تاسو ته وښيي چې، دوی څرنګه د خپل هدف ترلاسه کولو لپاره هڅې کړي دي.
۷- د خپل ځان لپار هدف وټاکئ،کله چې هدف ولرئ کنټرول ستاسو په لاس کې وي.
۸- باید معلومه کړئ چې کله خپل هدف ته رسيږئ؟ دغه کار تاسو سره مرسته کوي چې ښه پرمخ لاړ شئ.
۹- د خپلې ماتې عِلت مو معلوم کړئ. هر چا ته دا پيښیږي،چې ونشي کولی خپل هدف ته ورسیږي. که چېرې له ماتې څخه درس واخلئ د بریالیتوب چانس مو زیاتیږي.
۱۰- نیوکې ته غوږ شئ، لکین اجازه مه ورکوئ چې تاسې قانع کړي چې،هغه وړتیا نلرئ چې په واقعیت کې یې لرئ. ستاسو ځینې انتقاد کوونکي د خپل ځان لوی ښودلو لپاره خوښوي چې تاسو کم وښیي، خو ځینې بیا ډېر ښه د انتقادونو وړاندیز درباندې کوي. چې په وسیله یې کولی شئ ځان ته وده ورکړئ.
۱۱- خپله انرژي مو نورو ته ځانګړې کړئ.کله چې دغه کار ترسره کوئ، له مقابل اړخ څخه مثبت عکس المل، غبرګون یا فیډبک او د هغوی احترام تر لاسه کوئ؛ په دغې طریقه سره لږ لږ خپل خان ته هم د احترام وړ ګرځئ.
۱۲- خپل ځان باوري کړئ، چې بهترین ووسئ.
یادونه: اجازه مه ورکوئ چې نور خلک مو  ستاسو پر ځان ستاسې باور را کم کړي. که چېرې څوک درته ووایي، هغه کار تاسې کولی شئ، په خبرو یې باور مه کوئ. خپل منفي ټکي مو د مرمۍ د هدف په څېر په وپېژنئ، دا ددې سبب کیږي چې په ځان مو باور زیات شي.
مخکې له دې چې په ځان باور وکړئ،باید خپل ځان په درست ډول وپیژنئ.باید وپوهېږئ چې کوم کار ښه ترسره کولی شئ.
که چېرې غواړئ په ځان باور پیدا کړئ، باید خپل جرائت مند او کم جرئته شخصیت وپیژنئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب