شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهلاوروف: امریکایان د سیاسي اختلافاتو په خاطر پر روسیې تورونه لګوي

لاوروف: امریکایان د سیاسي اختلافاتو په خاطر پر روسیې تورونه لګوي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۰) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په امریکا کې د هغو راپورونو په وړاندې عکس العمل ښکاره کړ چې وايي، روسانو په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعامونه ټاکلي وو.

د انټرفکس روسي خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف نن وویل چې پر روسیې طالبانو ته د پیسو ورکولو تورونه د امریکایانو ترمنځ د خپل منځي سیاسي ناندریو له کبله لګول کېږي.

لاوروف دا خبرې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د امریکا کانګریس تر ټولو جګپوړي دفاعي چارواکي احضار کړل چې د دغو تورونو په اړه ځواب ووايي.

د امریکا د ددفاع وزارت یا پنتاګون جګپوړو چارواکو پرون وویل، که د امریکا پوځ هغه راپورونه تایید کړای شول چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي، متحد ایالتونه به ځواب ورکړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وویل، تراوسه پورې دا معلومات د دفاعي استخباراتي ادارو له لوري تایید شوي نه دي، خو ژمنه یې وکړه چې پینتاګون به د حقیقت د څرګندولو لپاره پلټنه وکړي.

ده وویل چې که دا راپورونه رښتیا ول نو اقدام به وکړي، مګر ویې نه ویل چې څه ډول اقدام به وکړي.

له جنرال میلي او دفاع وزیر مارک ایسپر څخه د کانګریس په استماعیه غونډه کې د رسنیو د هغو راپورونو په اړه پوښتنې وشوې چې پر اساس یې ویل شوي چې روسیې په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعام منلی و.

دفاع وزیر ایسپر وویل، د ده قوماندانانو لومړی پلا د جنورۍ په میاشت کې طالبانو ته د انعام ورکولو راپورونه واورېدل او ده په دې اړه په فبرورۍ کې یوه استخباراتي پاڼه ولیده.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، سره له دې چې دوی دا خطرونه جدي وګڼل خو تراوسه پورې یې ثابته کړې نه ده چې دا راپورونه باوري دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لومړي ځل لپاره تېره میاشت د استخباراتي سرچینو په قول وویل چې ولسممشر ډانلډ ټرمپ ته په دې اړه استخباراتي معلومات ورکړل شوي وو خو هغه یې په وړاندې هیڅ ګام وا نه خیست.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ترمپ ته په دې اړه استخباراتو څه نه دي ویلي ځکه چې دا راپورونه لا تایید شوي نه وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب