څوک چې پر ځان باور لري، نو تل يې د حرص او له نورو څخه د تمې دروازې تړلې وي.
سترګې يې وږې نه وي، زړه يې مهربانه وي او په ټول ژوند کې د مايوسۍ او بېوزلۍ احساس نه کوي.
وايي:
ډایو جینس په رڼا ورځ څراغ په لاس د یونان په آتن ښار کې ګرځېده او صادق کس يې لټاوه. په دی وخت کې لوی سکندر ورته راغي او ورته ويې وویل:
«ښاغلیه ډايو جینس!
څه ته اړتيا لرې او زه څه خدمت او مرسته در سره کولی شم؟»
ډایو جینس په ځواب کې ورته وویل:
«ښاغلیه سکندر!
د مهربانۍ له مخې زما له مخې ليرې شه، تا زما څخه د لمر مخه نيولې ده. تاسو بې له دې چې ماته لمر راپرېږدئ، پرته له دې نور زما سره مرسته نه شئ کولای.»
یو وخت واکمنو پرېکړه وکړه چې ډایو جینس د دې په خاطر چی ټول وخت به يې پر واکمنو نيوکې کولې د اتن له ښاره وشړي، همغه و چې له ده څخه يې په اتن ښار کې د اوسېدلو حق واخیست.
خلکو به ډايو جینس ته د خواخوږۍ له مخې ویل:
«بېوزليه! ته واکمنو د اتن له ښار څخه وشړلې.»
ده به خلکو ته په ځواب کې ویل:
«زه واکمنو نه یم شړلی ما واکمن په اتڼ کې پرېښودل.»
که څه هم زیات وخت پر ځان تر حد زیات باور د انسان په زیان تمامېږي، خو انسان باید د بل چا د منت پرځای د خپل نفس له غرور سره مل ژوند وکړي، چې هم به خپل وجدان ته ارام وي او هم به نورو ته سرمشق شي.