شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد متحده ایالاتو د ترانسپورت وزارت د پې آی اې جواز لغوه...

د متحده ایالاتو د ترانسپورت وزارت د پې آی اې جواز لغوه کړ

خبریاله: عاقله اسد(جمعه، د سرطان ۲۰) د متحده ایالاتو د ترانسپورت وزارت د پاکستاني پیلوټانو د سندونو په اړه د اندیښنو له امله متحده ایالاتو ته د ځانګړو الوتنو لپاره د پاکستان ملي هوایي شرکت (پي آی اې) جواز لغوه کړ.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، دا خبره د پاکستان هوایي شرکت ته په یوه لیک کې شوې چې یوه کاپي یې ډان ورځپاڼې ته په لاس ورغلې او په دې برخه کې د متحده ایالاتو پریکړه د پېلوټانو د اسنادو او د هوايي شرکت د خوندیتوب په اړه له جدي اندیښنې سره تړلي ده.

د ډان ورځپاڼې په اساس، د پي آی اې شرکت ویاند عبدالله خان تایید کړې چې د متحدو ایالاتو د پریکړې په اړه یې برېښنالیک ترلاسه کړی دی.

اروپا ته د پاکستاني الوتکو پر تګ بندیز ولګېد

پاکستان تیره میاشت وروسته له دې چې د خپلو پیلوټانو د اسنادو جعلي توب ورته څرګند شو، په درو کې د یوې برخې پېلوټانو د کار مخه یې ونیوله.

د پاکستان د هوایي چلند وزیر غلام سرور خان ویلي دي چې د دغه هیواد د هوایي شرکت (پي آی اې) د ۲۶۲پیلوټانو د جوازونو په اړه شکونه شته.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب