Homeخبرونهاروپا ته د پاکستاني الوتکو پر تګ بندیز ولګېد

اروپا ته د پاکستاني الوتکو پر تګ بندیز ولګېد

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۱) د اروپايي اتحادیې د هوايي خوندیتوب ادارې (EASA) د پاکستان د ملي هوايي شرکت یا پی ای اې او د دې هیواد د ټولو خصوصي هوايی شرکتونو د الوتکو الوتنې د شپږو میاشتو لپاره د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو ته منع کړې.

اروپايي اتحادیې دا پرېکړه وروسته له دې وکړه په پاکستان کې د ګڼو پېلوټانو د پېلوټۍ اسناد جعلي ثابت شول.

پاکستاني چارواکو د هوايي شرکتونو ۲۸۲ تنه پیلوټان د الوتکو له چلولو منع کړل.

د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان د جمعې په ورځ (جون ۲۶) وویل، له پیلوټانو تحقیقات روان دي او د هوايي ملکي چلند ادارې له ۵ جګپوړو مامورینو، چې په درغلیو کې د لاس لرلو په تور له دندو ګوښه کړای شوي دي.

په هغو پیلوټانو کې، چې شک کېږي اسناد به یې جعلي وي، ۱۴۱ تنه یې د پاکستان په دولتي هوايي شرکت یا پي آی اې پورې اړه لري.

دا هوايي شرکت ټولټال ۴۵۰ پیلوټان لري.

د پنجشنبې په ورځ پي آی اې وویل، ۱۵۰ پېلوټان یې په دې خاطر چې د پیلوټۍ اسناد یې جعلي وو، له کاره منع کړي او قراردادونه یې ورسره فسخه کړي دي.

د پی اي اې ویاند عبدالله حفیظ نن (چهارشنبه) وویل چې له اروپايي اتحادیې سره په دې اړه په خبرو بوخت دي.

اوس به هغه ټول هغه مسافر، چې د پاکستان د هوايي شرکتونو په الوتکو کې اروپايي هیوادونو ته تلل او ټکټونه یې هم اخیستي وو، یو انتخاب ولري چې د سفر نېټه وځنډوي او یا بېرته خپلې پیسې واخلي.

پي ای اې نن لومړی وویل چې په موقتي توګه به خپلې ټولې الوتنې ودروي خو وروسته یې وویل چې د دوو ورځو وقفه یې موندلې چې د جولای له لومړۍ تر درېيمې يې د اروپايي اتحادیې په غړیو هیوادونو او بریتانیا کې د الوتکو د کښيناستو اجازه ترلاسه کړې ده.

1 COMMENT

  1. باید دقیقه څېړنه وسی، داسی نه چی الوتکی ئې هم جعلی او په ‍‍(‍‍ تیرا ) ‍‍‍کی جوړی سوی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...