یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهسرور جوادي لویې څارنوالۍ ته معرفي شو

سرور جوادي لویې څارنوالۍ ته معرفي شو

تاند (چهارشنبه، سرطان۱۱) احمدشاه بابا ته د توهین له وجهې، سرور جوادي لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شو.

د سیمه یېزو اورګانونو خپلواکې ادارې مرستیال سرور جوادي د معاصر افغانستان بنسټګر او امپراتور احمد شاه بابا ته د توهین له امله لویې څارنوالۍ ته معرفي شو.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو په هغه متن لاسلیکونه کړي چې له مخې یې سرور جوادي څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې په یاده جرګه کې د ملي او تاریخي افتخاراتو ساتونکي وکیلان او سیاسیون کم نه دي چې د داسې خلکو مخې ته ودریږي.

اصولي زیاته کړې چې ځینې وکیلان سیاست د پیسو د ګټلو لپاره کوي نه هېواد ته د خدمت او د ملي او تاریخي افتخاراتو د ساتلو لپاره.

ده په خلکو غږ کړی چې د خپلو مشرانو په ټاکنه کې دقیق اوسي.

4 COMMENTS

  1. هر هېواد خپل ارزښتونه ، ویاړونه ، افتخارات او مقدسات لري . مونږ افغانانو ته د خپل تېر تاریخ ځینې ځلانده څېرې چې افغانستان ته یې ویاړونه ، آزادي او عظمت وربښلی دی لکه میرویس نیکه ، احمدشاه بابا ، غازي امان الله خان ، سردار محمد داود خان او … د فوق العاده درناوي او افتخار ځای لري .
    زمونږ ګاونډیان هم د خپل تاریخ په اوږدو کې داسې څېرې لري چې دوی پرې ویاړي لکه مرحوم آیت الله خمیني په ایران کې ، محمد علي جناح په پاکستان کې ، مائو تستونګ په چین ، تیمور په ازبکستان کې .
    زمونږ د تاریخ پدې حساس پړاو کې باید ټول افغانان د اسلام مقدس دین تر سیوري لاندې د هېواد د اساسي قانون په رعایتولو سربېره د خپل تاریخ ځلاندو څېرو، ملي ارزښتونو ، کلتور او رواجونو ته درناوی ولرو. یو بل ته احترام زمونږ د یوالي او د بقا ضمانت راکوي . برعکس یو بل ته سپکې سپورې ، کنځل ، توهین او نه درناوی د افغانانو ترمنځ د نفاق او کرکې سبب ګرځي .

  2. هغه کسان چه د تعصب په مرض اخته وی باید ولسمشر یی په دندو و نه ګماری ، په حکومت کی دندی د ملت یو امانت دی باید امانت و هغه کسانو ته وسپارل شی چه اهلیت یی ولری او ټولو هیوادوالو ته په یوه سترګه وګوری او خدمت وکړی .

  3. درنو لوستونکو تاسی پر ما په غوصه کیږی، افتخارات او ویاړونه هغه وخت ساتل کیږی چی په انتخاب دقت وکړی. که مو غنی رایه نه وایی ورکړی اوس مو به موسم ریس جمهور درلود. چی په حکومت کی وکیل یاغی وی سلاح واخلی خلک وژنی او حکومت ورته ګوری ته نو اوس احمدشاه بابا پدی ریس جمهور ګتی. اول مسلح وکیلان خلع سلاح کړه او قانون پری پلی کړه بیا به مونږه ورته ودریږو. جی حکومت یی تقویه کوی او خلکوته وایی اوس ورشی بابا وګټی. دحکومت وظیفه څه ده. دا غنی خو په خدای ډیر بی همته دی. ما اوریدلی چی کوچیان هم ظالم دی او هم بی غیرته اوس می ومنله. چی یو سپک او بی هویته هزاره راځی یو غازی او افغان مپراطور ته د حکومت په شتون کی توهین کوی او حکومت پټه خوله دی.

  4. قدرمنو وروڼو مونږ هیڅکله کوښښ ونه ګړو چی د تبصرو په وخت کی خپل د ملت قومونه او ټبر ته سپکی او ناروا خبری ولیکو. جرم یو شخصی تیروتنه ده باید هماغه کس مسول وګڼو. د خپلو ویاړیونو او ژبی ساتنه په خپله په خپل همت او زیار سره وګړو. د نفاق نه ‌ډډه باید وشي ځکه د ملک دښمنان له دغی تشی نه ګټه پورته کوی. وطن ‌‌‌ژوبل دی او باید ورته هر یو مرهم وګرځو نه دا چی ورنه سرطانی دانه جوړه کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب