دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeمقالېاسلامي حرکتونه یوه لوېشت مخکې له زواله

اسلامي حرکتونه یوه لوېشت مخکې له زواله

لیکونکی: حامد احرار 

ډېره موده مخکې هغه وخت چې مسلمانان د دوه اصولو سیاست او مذهب پر بنیاد پېژندل کېدل، د یوه تمدن په حیث یې تر ډېره حده په نړۍ کې لومړۍ خبره کوله، ډېر څه یې دلودل ، خو بیا ورور ورو داسې وخت راغی چې نړۍ په خپله لمن کې نوي تمدنونه وزېږول ، نوې اېډیالوژۍ منځ ته راغلې او مسلمانانو نور نشوای کولای چې د یوه تمدن په حیث په خپل ځای پاتې شي او د تمدن د تولید ظرفیت یې نه درلود، دا هغه وخت وو کله چې د عثماني امپراطورۍ لمن ورټوله شوه ، د عثماني دولت په ړنګېدو سره د مسلمانانو او د مسلمانانو په اړه د نړیوالو لید بدل شو ، نوي ملتونه منځ ته راغلل، عثماني دولت په ټوټو ووېشل شو، اکثریت مسلمان هېوادونه د غرب تر واک لاندې راغلل او اسلامي نړۍ یوې نوې مرحلې ته داخله شوه ، دې ټولو واقعاتو اسلامي علما او مفکرین دې ته اړ کړل چې د یوې نوې حل لارې په لټه کې شي، دوی د اسلامي عقایدو په بیا تفسیر باندې غور وکړ د نویو ایډیالوژیو په لټه کې شول هیله یې درلوده چې دا نوی فکر او ایدیالوژي به د احیاګری او بیا جوړونې زیری ورکړي، د دغه فکر په راس کې د جمال الدین افغاني او محمد عبده نومونه د یادولو وړ دی. دې هرڅه یوه نوې پدیده وزېږوله هغه د شلمې پېړۍ په پیل کې مسلمانانو تمرکز وو د غرب په ضد، چې غوښتل يې خپل هویت او مرزونه د غرب څخه جدا او بېرته ترلاسه کړي، دغه ایډیالوژي یا سیاسي اسلام سبب شو چې عقیده د مبارزې په اسبابو بدله شي ، دوی ادعا کوله چې کولای شي خپل هویت او قدرت په نړۍ کې بېرته ترلاسه کړي خو پدې شرط چې که وکولای شي اسلام په پوره معنې تطبیق کړي، دا اسلام ګرایي په حقیقت کې  داسې ایډیالوژي وه چې مذهب او سیاست ته یې تند قوت وربښۍ چې بیا وروسته ځینو اسلام ګرا حرکتونو د هغه له جملې څخه اخوان المسلمین ورته د یوې مودې لپاره  ژوندۍ بڼه ورکړه ،  خو دا چې خپل ارمان ته ورسېدل یا نه او وروسته څه وشول په اړه به یې خبرې وکړو .


د شلمې پېړي په پیل کې ځینې داسې اسلامي حرکتونه منځ ته راغلل چې د رهبریت واګې یې نسبتا د غیر روحاني او محصلانو په واک کې وې او د مسلمانانو د اتحاد او د اسلامي هېوادونو بیا اسلامي کول یې غوښتل، اولین او مشهور ترینه ډله یا حرکت د اخوان المسلمین وو چې په ۱۹۲۸ کې په مصر کې  تاسیس شو .


د حسن البنا د وفات وروسته بیا د سیدقطب تر شهرت پورې اسلام ګرایانو خپلې رېښې تر ډېره په عرب او عجم نړۍ کې وځغولې او د اسلامی حرکت مفهوم او د اسلام ګرایانو شعارونو د نړیوالو توجه ځان ته ډېره واړوله ، سره ددې چې اخوان المسلمین او نور اسلام ګرا حزبونه د مسلمانانو د اتحاد او سیاسي اسلام یا اسلامي حکومت د ژوندي کولو پر بنسټ منځ ته راغلي وو خو ورو ورو یې دېر مشکلات هم  وزېږول، حتې تر دې چې د اخوان ایډیالوژي او ددې حرکت د ځینو تندو اعضاوو فکر ځینې داسې نور جریانونه وزېږول چې نتیجه یې د اسلامي نړی نوم بد والی او د پرمختګ خڼد شول .


د نړۍ ډېرو مسلمانانو ورته امید درولود او خپله روښانه آینده یې ددوي په لمن کې لیدله، او ددوی د بریا لپاره یې قربانۍ ورکولې، خو سره ددې له ډېرو سره ځینې داسې سوالونه وو چې د هغه ځوابول خورا ناشونۍ کار وو، دا چې کله اسلام ګرایان قدرت ته ورسیږي نو څه به کوي؟ آیا دوی کوم منظم پلان لري تر څو پرمخ لاړ شي یا بنیاد یې تر ډېره په شعار ولاړ دی ؟ یا دا چې اسلام ګرایان به خپل سیاست او سیاسي اسلام په کومه بڼه وړاندې کړي ؟  ..


د مصر ۱۰-۱۱ انقلاب او ورسره د عربي پسرلی  یا بهتره ووایم  عربي خزان اکثره سوالونه ځواب کړل ، په مصر کې د اخوان المسلمین قدرت ته رسېدل د هرچا سترګې د دوی په لور واړولې ، ډېرو ویل چې د لسیزو مبارزې، جهاد او دعوت ثمره نن موږ وینو او ډېر خوشبین وو ،سره ددې چې مصر د اسلامي خوځښت زېږنځای او د عربي پسرلي د هدایت څارغ ګڼل کېده  خو ډېره کمه موده یې دوام وکړ، ورسره د لیبیا، مراکش او نورو هېوادونو انقلابونو هم نتیجه ورنکړه او له لوېدو سره مخ شول .


داچې ولې یې ونشوای کولای چې په قدرت کې پاتې شي او دوام راوړي څو عمده او اساسي  علتونه یې درلودل
لومړی دا چې اخوان المسلمین او یا کوم بل اسلامي خوځښت د هېواد د اقتصادي او نورو مشکلات لپاره هېڅکله یوه تکمیله او قانع کوونکې د حل لاره نه درلوده ، ویې نشوای کولای چې یوه معنې لرونکې اقتصادي او سیاسي حل لاره وړاندې کړي ، یوازې ددې شعار ویل چې اسلام د حل لاره ده یا قرآن زموږ قانون دی کوم څه نشي حل کولای، د منظم اقتصادي پلان ، په سیمه کې خپل سیاسي قدرت ټینګول هېڅ وخت تش په شعار او احساساتو نه کیږي ، مثلا په مراکش کې کاملا د مصر د اخوان المسلمین په شان ، اسلام ګرایان د مشکلاتو سره مخ شول ، دوی داسې کوم څوک نه درلودل چې د اقتصادي او اجتماعي مشکلاتو د حل لارې د تولید توان ولري ..


بل دا چې اکثریت اسلامي خوځښتونو د منطقې د مطلق حکمرانۍ غوښتونکي وو ، او دا فکر یې کولو چې اسلامي حکومت یوازې تر دوی پوره محدود دی ، خو دایې هېر کړي وو چې په سیمه کې ډېر داسې خوځښتونه شته چې ځان د اسلام ټکه داران بولي او مشابه غوښتنې لري ، د سلفیانو نه نیولې بیا تر بلې هرې افراطي ډلې ، داټول په تدریجي توګه دوی ته خڼډ شول.


مخکې دا ادعا ډېره کېدله چې اسلامي خوځښتونه تر ډېره دیموکراسۍ ته وفادار دي او کله چې قدرت ته ورسیږي د یوه د موکرات سیاست درلودونکي به وي ، خو دا ادعا د تونس څخه پرته په بل هرځای کې ناکامه شوله ، همدا چې اسلامي خوځښت قدرت ته ورسېد د مقابل طرف د قدرت څخه د ایستلو په لټه کې شول او غوښتل یې اساسي قانون مطلق ددوی پرخوښه وي او ددوی نمایندګي وکړي، کوم چې نورو ته هېڅکله د قبول وړ نوه . .


کلونه کلونه د  افراطي سیاسي اسلام  ایډیالوژي ددې سبب شوه چې ډېر افراطي اسلام ګرا خوځښتونه را منځ ته شي، مثلا  په نایجریا کې افراطي ډلې، الشباب په سومالي کېې و انصار الشریعه په سومالیا کې ، په مغرب کې ، عراق، سوریه او ټوله منځنۍ اسیا کې ، دا خوځښتونه په حقیقت کې د افراطي سیاسي اسلام په استفادې سره بېرته د مسلمانانو پر ضد وکارول شول ، دوی اکثریت په هغه سیمو کې فعالیت وکړ چېرته چې فقر ، بې ثوادي ، حاکمه وه او سنتي جامعه وه ، هلته د احساساتو څخه کار اخیستل ، د افراط او سیاسي اسلام د ایډیالوژۍ مطرح کول ډېر آسانه کار وو ، دوي د افراط څخه کار اخیستلو او غوښتل یې سیاسي اسلام عملي کړي ، او نورو اسلامي خوځښتونو تر ډېره د وعظ لاره خپله کړې وه ،چې دواړه له یوې ناکامه نتیجې سره مخ شول .


عربي پسرلي یا بهار عربي بغیر له تونس څخه په بل هرځای کې خزان او د ماتې سره مخ شو ، په تونس که اسلام ګرا النهضه یا بهتره ووایم د تونس پخوانی اخواني خوځښت وکولای شوای چې په ۲۰۱۱م کال کې ددې هېواد په سیاسي قدرت کې ښه وڼډه واخلي او هلته وروسته د انتخاباتو د سیکولار قوتونو سره یو ایتلافي دولت جوړ کړي ، سره ددې چې النهضه د تونس په دولت کې ښه ځای تر لاسه کړ او ډېرو ددوی پای د مصر د اخوان او نورو له پای سره مشابه درلود خو  راشد الغنوشي او ددغه خوځښت نورو رهبرانو د مصر د اخوان المسلمین او نورو حوادثو څخه پوره ګټه پورته کړه ، غنوشي د محمد مرسي لاره تعقیب نکړه او تونس یې وژغورلو ، دوی په خپل تشکیل او هویت کې اساسي تغیر رامنځ ته کړ او له ځان څخه یې د اسلام ګرا ورستاړی لرې کړ ، پدې سره تونس یوې نوې مرحلې ته داخل شو  ،غنوشي د مسلمانانو اینده  په ځینو نورو مفاهیمو کې لکه د دین او سیاست جدایي ، مطلقه دموکراسي، د سیاسي اسلام څخه لرې کېدل او … نورو کې ولټوله ، د النهضه خوځښت دروازې یې د بې حجابه او با حجابه، اسلام ګرا، سیکولر … او ټولو پرمخ خلاصې کړلې. دوی پوه شول چې هلته په سیمه کې سیاسي اسلام ته هېځ ځای نشته، او هېڅ وخت به په پښو ونشي درېدای .


د تونس او په تونس کې د مسلمانانو حالت یوه ښه نمونه ده ، داچې اسلامي خوځښتونه باید د تېر شوي نېږدې تاریخ څخه عبرت او پند واخلي ،  د حقایقو سره مخامخ شي ، احساسات نور شاته وغورځوي او پر ځای یې استدلال ، تحلیل او علمیت حاکم کړي .


افراطي سیاسي اسلام نن ددې سبب شوی چې مسلمان د تروریست مترادف کړي ، اسلامي امت ډېرڅه له لاسه وکړي ، ډېر پاک ځوانان د احساساتو ښکار شي او خپل ژوند له لاسه ورکړي ، تر دې چې ملتونه د زوال او سقوط سره مخ کړي ، په حقیقت کې افراطي سیاسي اسلام په اوسنۍ نړۍ کې د افراط بنیاد ایښودونکي دی. 

پاتې په دوهمه برخه کې …..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب