یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهلوګر ته د ولسمشر غني سفر او پر خپلو پخوانیو وعدو...

لوګر ته د ولسمشر غني سفر او پر خپلو پخوانیو وعدو بیا ځل ټینګار

تاند (چهارشنبه، سرطان ۱۱) ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د یو جکپوړي دولتي پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته سفر وکړ

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، ولسمشر محمد اشرف غني لوګر ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د ولایت مقام اساسي قانون تالار کې عمومي ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په غونډه کې د لوګر والي اجمل شاپور وویل، په دې ولایت کې ډېر کارونه تر سره شوي، خو لا زیاتې پاملرنې او کار ته اړتیا ده.

شاپور په لوګر کې د امنیت د تامین، د انکشافي پروژو تطبیق، د بریښنا د مزو غځولو، کرنیزو تولیداتو او لوګر ولایت ته د دویمې درجې ولایت د تشکیل او امتیازاتو ورکولو ته چې د ولسمشر له خوا منظور شوي غوښتنه وکړه.

په غونډه کې د لوګر د ولایتي شورا یو شمېر وکیلانو، د ولسي جرګې غړو او د ښځو په استازیتوب نفیسه هجران په مختلفو برخو کې له محمد اشرف غني سره خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له خلکو سره د امنیتي تړون او د ازرې ولسوالۍ د لارې د پرانیستل کېدو په اړه خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې له حکومت سره په بېلا بېلو برخو کې همکاري وکړي.

غني د لوګر ولسونو ته وویل چې د کرونا ویروس تر خپرېدو ورسته یې لومړی سفر دې ولایت ته پیل کړ.

ولسمشر دغه ولایت ته د یوې ښځینه مرستیالې د ټاکلو وړاندیز منظورکړ.

غني وویل چې لوګر به بېرته د کابل په دروازه او کنډو بدلوي.

محمد اشرف غني زیاته کړه چې په لوګر کې ۶۰ ډوله کاني مواد تثبیت شوي، چې د استخراج لپاره به یې زیاته پاملرنه وشي.

هغه وویل د لوګر سیندونه او اوبه به مدریت شي.

د یادونې وړ ده چې د کرونا وبا افغانستان ته تر راتګ وروسته د ولسمشر غني دا لومړی سفر دی چې دې ولایت ته یې کوي او په خپلو هغو ژمنو یې له ځايي خلکو سره بیا وعده وکړه کومې یې چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې له خلکو .سره کړې وې

3 COMMENTS

  1. ددی شخص عاداتی وعده ګانی همیشپه چیغو صورت مومی اما عملی کیدل ئي بیا درک نلری او وروسته به هم همداسی شی دده دا د درواغو وعدی دامریکائي وعدو خصلت لری دامریکا سیاستمداران هم دائیم د غولولو وعدی خلکو ته ورکړی او عملی خوا وروسته نه وه !!

  2. ریس جمهور وویل،
    لوګر سیند اوبه به مدیریت شی،
    ۶۰ ډوله کانونه به راوباسی،
    بیلکل به دا کارونه وشی خو دوه زره کاله روسته،

  3. کله چی د اوبو او برښنا وزارت له مینځه لاړ او په دوه ریاستونو بدل شو نو کارونه به برښنا شرکت کوی دا ډیر د تعجب وړ ده چی نوری نړی کی یو وزارت قوی کیږی مګر دلته وزارتونه د امریکایی اصله افغان یعنی د قیومی په مشوره یو وزارت په دوه ریاستونو بدل کیږی چی دا پخپله د بندنو په جوړولو باندی پښه کیښودل او همدارنګه چی پدی طرحه کی برخه درلوده هغه امان الله غالب چی برښنا شرکت ریس وو هم نظره وو نو اوس معلومه شوه چی پدی تجزیه کی بیچاره دولتی مامورین ۸۰۰ څخه نیولی تر ۱‍۰۰۰ تنو پوری کسان بی دندی شول کچیری هر کورنی لس ډوډی خاوره ولری نو دا پدی معنی اته لکه کورنی یا یو میلیون کسان بی ډوډی شول چی په اصل کی د امریکا پالیسی همدا ده چی دلته شته ولس د فقر او بیکاری سره مخ شی او هغه قیومی چی د امریکا تابعیت درلودی کله چی له مالیی وزارت لیری شو نو اوس بیرته امریکا ته لاړ مګر اشرف غنی باید یو میلیون کسانو فقر ته وګوری او پدی فرمان او حکم باندی بیا له سره کتنه وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب