پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد سیمې اوسیدونکي له اړوندو مسؤولینو د بنګو بدیل غواړي

د سیمې اوسیدونکي له اړوندو مسؤولینو د بنګو بدیل غواړي

تاند (چهارشنبه، سرطان ۱۱) په ننګرهار کې په ۹۵ جریبه ځمکه بنګ کرل شوي

د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې  د سیمې د خلکو په همکارۍ د بنګو کرل شوي فصلونه واړول شول.

د دې سیمې اوسېدونکو وویل چې نور به په خپلو ځمکو کې کوکنار او بنګ نه کري.

دوی ژمنه وکړه چې که چا دغه بوټي وکرل نو ۲۰۰۰۰ افغانۍ به جریمه ورکوي او فصلونه به یې د ولسي خلکو لخوا له منځه وړل کیږي.

بزګران بیا وخت ناوخت له اړوند مسؤولینو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې غوښتنه کوي.

دوی وایي که حکومت ورته د نشه یي بوټو بدیل پیدا کړي حاضر دي چې، نور په خپلو ځمکو کې یاد زهري بوټي ونه کري.

حکومت بیا له خلکو غوښتی څو په خپلو کروندو کې میوه جات او زعفران وکري.

بنګ يو ډول بوټی دی چې له تخم څخه يې چرس توليديږي او بيا ترې خلک د نشې په ډول ګټه اخلي.

ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې لا یې هم په ځینو پرتو سیمو کې کوکنار او بنګ په پریمان کچه کرل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب