یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهصلاح الدین رباني د جمعیت ګوند له مشرتابه لېرې کړای شو

صلاح الدین رباني د جمعیت ګوند له مشرتابه لېرې کړای شو

تاند(چهارشنبه، د سرطان۱۱) د جمعیت ګوند مشرانو نن (چهارشنبه) په یوه غونډه کې صلاح الدین رباني د ګوند له مشرۍ ګوښه کړ.

د راپور پر اساس استاد سیدعنایت الله شاداب د ګوند د عمومي غونډې تر جوړېدو او انتخاباتو پورې د صلاح الدین رباني پر ځای د دغه ګوند مشر ټاکل شوی دی.

د دې راپور له مخې، په دې غونډه کې، چې د عطامحمد نور په کور کې د جمعیت ګوند د مهمو غړیو په شمول د دغه ګوند د مشرتابه شورا ۴۷ غړیو پکې ګډون کړی وو، د صلاح الدین رباني له برطرفۍ سره موافقه وشوه.

د بلخ پحواني والي او د جمعیت ګوند اجرايي ريیس عطامحمد نور بې له دې چې د رباني برطرفۍ ته اشاره وکړي پر خپله فیسبوکپاڼه د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا د غونډې د یو شمېر پرېکړو یادونه کړې ده.

عطامحمد نور لیکلي چې دا غونډه د ده په مشرۍ د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا په درو کې د څه باندې درې برخې غړیو په ګډون جوړه شوې وه او په هغې کې له طالبانو سره د پخلاینې، په حکومت کې د ګډون، بیارغونې او د جمعیت ګوند د لا فعالېدو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا د اکثریت غړیو پر ګډون د ښاغلي نور ټینګار ښيي چې په غونډه کې کومه مهمه پرېکړه شوې ده.

ښاغلي نور ویلي چې د ګوند یو بنسټګر سید عنایت الله شاداب د نوي مشر تر ټاکل کېدو پورې د جمعیت ګوند د غونډو مشري په غاړه اخلي.

عطا محمد نور ویلي چې د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا لاندې غړیو د دې فیصلې ملاتړ کړی دی:

سترجنرال عطامحمدنور – امیر محمد اسماعیل خان

کلیم الله نقیبی – محمد یونس قانونی

استاد عنایت الله شاداب – عبدالستار مراد

حاجي حضرت علي – فضل الکریم ایماق

بسم الله محمدي – استاد شیرمقصود حیدري

جنرال بازمحمد ‌احمدي – بصیره سلطاني

قاضی‌غلام‌فاروق شیرزادی – سید اعلی هاشمي

عبدالشکور‌‌ واقف حکیمی – استاد اجرالدین اقبال

مولوي عبدالعزیز عزیزي – عبدالاحد سلطانزوی

حلیمه عسکري – انجنیر عجب گل

ډاکتر محی الدین مهدی – عبدالحفیظ منصور

معلم عبدالخالق مجاهد – مولوی‌شفیع الله نورستانی

استادفضل الرحیم بصیرت – استاد عبدالمالک هموار

جنرال عبدالبصیر سالنگي – نور رحمن اخلاقي

جنرال عبدالخالق – علم خان آزادی

مولوی‌ اسدالله جمالی – قاری غلام محمد مصئون

حسام الدین تالقانی – سید احمد قتالی

عنایت الله نظری – سید ناصر یعقوبی

قاضی عبدالباری – قاری حیات الله

حسین شاه رحمانی – داکتر شمس الحق آریانفر

حاجی محمد رحیم‌ ایوبی- کمال الدین حامد

استاد واصل نور مهمند – حاجی محمد انور باوري

جنرال ضیاالدین دلدار – عبدالواحد خراساني

ښاغلي نور همداراز ویلي چې د مشرتابه شورا له ۶۲ اوسنیو غړیو ۴۷ تنو د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.

1 COMMENT

  1. صلاح الدین ربانی چه د جمیعت ګوند مشرتابه څخه لیری کیدل ناممکن دی ځکه چه دا ګوند له پلار څخه ورته په میراث کی پاتی دی،
    خلکو به صلاح الدین د ګوند له مشری څخه شړلی وی،خو نوموړی دا فیصله نه منی،
    ګلبدین اسلامی حزب هم میراثی دی،یعنی د زامن او زومان یی به یی تر قیامته پوری مشری کوی،
    دا خلکو په همدا کی روزی ده،نور څه یی نه ده زده،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب