Homeخبرونهمزارشریف کې دوو پرلپسې چاودنو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

مزارشریف کې دوو پرلپسې چاودنو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( چهارشنبه،د سرطان ۱۱) ـ مزارشریف ښار کې نن ماخوستن دوه پرله پسې چاودنو له امله د پولیسو په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د بلخ امنیتي چارواکي وایي، ماینونه د دریمې امنیتي حوزې سیمه کې په یوه ګلدان کې ایښودل شوي وو.

دوی وایي په دې چاودنو کې ۱ تن وژل شوی او ۹ نور ټپيان دي.

د بلخ د عامې روغتیا رئيس ډاکتر نظام الدین جلیل وایي، چې د نن شپې د پيښې له ځای نه دوی ته ۱ جسد او ۹ ټپيان ور وړل شوي دي.

جلیل زیاته کړه په ټپيانو کې د ۴ تنو وضعیت د اندیښنې وړ دی.

په ورته مهال د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند د دې پيښو د منلو تائید ترڅنګ په یادو چاودنو کې ۱ ملکي وګړی وژل شوی او په ټپيانو کې ۵ نظامیان او ۴ نور یې ملکیان دي.

هغه زیاته کړه، چې په ټپیانو کې د دریمې امنیتي حوزې مرستیال هم شامل دی.

تر دې دمه د دې پيښې مسولیت چا نه دی منلی.

1 COMMENT

  1. الله د خیر کړي .
    زما په ګومان ملا صاحب صلاح الدین رباني بیا غرونو ته وخوت او خپل پدري کسب یعنې انسان وژلو ته یې ملا وتړله .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...