تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۱) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان له باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان د سولې پروسه په حساس پړاو کې ده او پکار ده چې نفوذي عناصر پرې نه ښودل شي چې د بین الافغاني خبرو پروسه منحرفه کړي.
قریشي د امریکا او طالبانو په خبرو او د فبرورۍ د ۲۹ نېټې په موافقې کې د پاکستان د رول یادونه وکړه، ویې ویل چې افغان مشران باید له رامنځته شوي تاریخي فرصته ګټه واخلي او د هراړخیزې او ټولشمولې روغې جوړې د یقیني کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
قریشي وویل، د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره مهم دی. ده د افغانستان د پخلاینې د ملي شورا او د سولې د مرکچي پلاوي د جوړېدا هرکلی وکړ.
ده هیله څرګنده کړه چې د بندیانو د خلاصون بهیر به ژر بشپړ شي او د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدو ته به لار هواره کړي.
قریشي له ټولو خواوو په کلکه وغوښتل چې تشدد کم کړي او ورانکارو عناصرو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو ترمنځ د خبرواترو د پروسې مخه ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لار هواره کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کراچي د ونډو پر بازار د وروستۍ حملې له کبله د مرګ ژوبلو په خاطر له پاکستان سره خواخوږي څرګنده کړه.
خلیلزاد تر دې وړاندې په تاشکند کې د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر کاملوف سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې وې.
ده دې کتنې ته په اشاره په یوه ټویټ کې لیکلي« یو باثباته او سوکاله افغانستان په منځنۍ آسیا کې د سیمیزې سولې، امنیت او سوکالې لپاره مُهم دی؛ یوه منځنۍ آسیا چې له بااقتداره او خپلواکه دولتونو جوړه وي او له افغانستان سره په ګډه د سویلیزې آسیا نښلتیا لپاره کار وکړي، به د سیمې او متحدو ایالتونو په ګټه وي»
سوله د افغانانو ده او افغانان باید یی په هکله فیصلی وکړی۰
دا شیطانی او مطلبی شیطانان د خپلو اهدافو لپاره ګړیږی۰
پاتی د مهاجرو قصه ده مهاجر وایی دا زمونږ خپل وطن او خاوره ده
لر او بر یو افغان
دلویی افغانستان د جوړیدو په هیله
قریشی صاب!
داتمی مسلمان پاکستان سره منحیث وزیر خارجه دا جوړیدل چی ویل شوی وای :
موږ په امت کی نفوذی عناصر نه پریږدو چی نورو ته جاسوسی وکړی،د نورو په ګټه ،امت کی غیر انسانی پروژی عملی کړی، ګاونډی او امت مسلمه ته ضرر ورسوی، او امت او ځمکه کی شر خپور کړی او داسی نور یا عالیجناب؟
موږباندی دا نیم قرن د روسانو نه وروسته د دوو په نامه اسلامی ګاونډیو حکومتو نه شر راوریږی ، حال دا چی اسلام او شراچوونه سره نه جمع کیږی او دا د اسلام ،امت او بشریت سره خیانت دی.