شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامریکا پر یوه جګپوړي چینايي چارواکي بندیزونه لګولي

امریکا پر یوه جګپوړي چینايي چارواکي بندیزونه لګولي

خبریاله: عاقله اسد (جمعه، د سرطان ۲۰) متحده ایالاتو په سین کیانګ کې د چین د کمونست ګوند پر مشر چن کوانګو د هغو تورونو په خاطر بندیز لګولی چې د چین حکومت له مسلمانانو سره یې ناوړه چلند کړی دی.

په سنکیانګ ولایت کې د چین د کمونست ګوند مشر په دې ولایت کې له مسلمانانو سره د چینایي حکومت د ناوړه چلند په تور مجازات شوی او د هغه شتمنی به په متحده ایالاتو کې ضبط شي.

چین، چې په سنکیانگ کې له شاوخوا دوه میلیونو مسلمانانو سره له ناوړه چلند او ځورونو څخه انکار کوي، وايي چې د متحده ایالاتو پر ځینو چارواکو او کمپنیو به متقابل بندیزونه ولګوي.

چن کوانګو تر ټولو لوړ پوړی چینایي چارواکی دی چې تراوسه د متحدو ایالاتو لخوا پرې بندیز لګول کېږي.

پر درو نورو چینايي چارواکو هم په دې خاطر بندیزونه لګول شوي چې ایغور مسلمانان یې په جبري کمپونو کې بندیان کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس وویل: “موږ په دې وروستیو کې بوږنوونکي راپورونه ترلاسه کړل چې پر اساس یې د چین کمونست ګوند د ایغورانو د نفوسو د مخنیوي لپاره د هغوی ښځې په زور شنډوي، ماشوم یې ورضایع کوي او دا د ایغورانو لاو په سینکیانګ کې د نور اقلیتونو د ځپلو یوه برخه ده.»

پیکینګ د امریکا له لوري دا کار د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي او وايي چې پر امریکایي چارواکو او ادارو به چې په سنکیانگ کې کار کوي بندیزونه ولګوي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی ژانو لیجیان وویل «له متحده ایالاتو څخه غواړو چې دا پریکړه بیرته واخلي او د چین په چارو کې خپله لاسوهنه پای ته ورسوي او د چین ګټو ته زیان ونه سوي.

که چیرې متحده ایالاتو دې کار ته دوام ورکړ، چین به یې ځواب ووایي.»

د چین حکومت په سنکیانگ کې شاوخوا دوه میلیونه ایغور او نور مسلمانان د جبري کار په کمپونو کې ساتي، کورني یې جلا کوي او دوی د خپل دین، ژبې او کلتور پریښودو ته اړباسي.

ویل کېږي چې چینایان د یغورانو ماشومان له خپلو میندو په زور اخلي او د چین په نورو سیمو کې په داسې حال کې روزي چې نه یې خپله ژبه زده کېږي او نه له خپل دینه خبرېږي.

خو پیکینګ دا تورونه ردوي او وايي چې هغوی له تروریزم سره مبارزه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب