جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا دفاعي چارواکي: که د روسیي راپورونه تایید شي متحده ایالات...

د امریکا دفاعي چارواکي: که د روسیي راپورونه تایید شي متحده ایالات به یې ځواب ووایي

خبرباله: عاقله اسد(جمعه، د سرطان ۲۰) لوړپوړی امریکايي چارواکی وايي، که د روسانو له لوري د امریکایانو د وژلو په خاطر طالبانو ته د پیسو ورکول تایید شي، امریکا به لازم اقدامات وکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر او یو شمېر نور جګپوړي دفاعي چارواکي پرون په کانګریس کې د هغو راپورونو د څېړلو لپاره د سوال او ځواب غونډې ته حاضر شول چې پر اساس یې ویل شوي چې روسانو زالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو پر سر انعام منلی و.

د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک میلي دې غونډې ته وویل، متحده ایالات به هغه وخت ځواب ووایي او اقدامات به وکړي چې دا راپورونه تایید شي، چې روسیې په طالبانو پورې تړلو وسله والو ته په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو لپاره پیسې ورکوي.

ده وویل، دا معلومات لاهم د دفاعي استخباراتو لخوا نه دي تایید شوي، مګر هغه ژمنه کړې چې که دا ریښتیا وي، متحده ایالات به اقدام وکړي.

دفاع وزیر ایسپر وویل، د ده قوماندانانو لومړی پلا د جنورۍ په میاشت کې طالبانو ته د انعام ورکولو راپورونه واورېدل او ده په دې اړه په فبرورۍ کې یوه استخباراتي پاڼه ولیده.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، سره له دې چې دوی دا خطرونه جدي وګڼل خو تراوسه پورې یې ثابته کړې نه ده چې دا راپورونه باوري دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تیره میاشت په روسیه کې په افغانستان کې د طالب وسله والو د وژلو په اړه د انعام په هکله راپور ورکړی و.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په دې اړه خبر ورکړل شوی و. خو سپینې ماڼۍ وویل له ټرمپ سره په دې اړه معلوړمات نه و شریک شوي ځکه چې دا استخباراتي معلومات لا تایید شوي نه وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب