امېد شینواری
په الازهر پوهنتون کې مختلف افغان محصلین اوس مهال په زده کړي بوخت دی چې له دې جملي څخه ځیني یي په دولتي بورس په افغانستان کې د مصر د سفارت لخوا راغلې، ځیني بیا د معارف وزارت لخوا راغلي او ځیني نور داسې دي چې په خپل شخصي مصرف راغلي دي.
مونږ محصلینو ته د افغانستان دولت لخوا د میاشتی اتیا(۸۰) امریکایی ډالر د مدد معاش په حیث ټاکل شوي دي چې دا پیسې مونږ ته هر شپږ(۶) میاشتي وروسته راکول کېږي چې جمله یی ۴۸۰ امریکایي ډالر کېږې، او کله هم یو کال یعنی (۱۲) میاشتي وروسته، خو دا پیسي مونږ هر وخت وروسته له یو لړ مظاهرو، لانجو او سردردۍ د سفارت لخوا تر لاسه کوو.
په دې محصلینو کې ځیني داسې دي چې په خپل شخصي مصرف راغلي وي خو دا چې واسطه او پیسه لري نو دا مدد معاش ترلاسه کوي، حال دا چې ځیني نور بیا د معارف وزارت او سفارت لخوا رالېږل شوي خو کلونه کلونه کېږي چې له دې مدد معاش څخه محرومه دي، ځکه چې نه ځوک پېژني او نه پیسه لري چې چا ته یي د رشوت په توګه ورکړي.
بل سره له دې چې مونږ ۵ میاشتي دلته د الازهر پوهنتون په لیلیه کې قرنطین وو، د افغانستان دولت د هغه محصلینو لپاره چې په هر هیواد کې ایسار وي ۲۴۰ امریکایي ډالر د مرستي په توګه وټاکل او ویي لېږل ورته، خو دلته په مصر کې زمونږ د سفارت لخوا هغه چاته ورکړل شول د چا چې مدد معاش نه وو، دا په هغه صورت کې ده چې په نورو هیوادونو کې بیغیر له کوم تفیک څخه ټولو محصلینو ته توضیع شوي دي. سره له دې هم ځیني محصلین چې مستحقین یي دي بې برخي پاتي دي..
له بله طرفه زمونږ د محصلینو د مدد معاش شپږ میاشتينۍ نېټه پوره شویده، ځیني محصلینو چې په سفارت فشار راوست او مظاهري یي وکړي نو سفارت ورته خپل د شپږو میاشو مدد معاش ورکړ، اما نیمايي نور محصلین په داسې حال کې چې د مدد معاش په نېټه یوه نیمه میاشت تیره شوی، تر اوسه له مدد معاشه محروم پاتي دي، او کله چې سفارت ته ولاړ شي تر څو د خپل مدد معاش پوښتنه وکړي نو د سفارت د کارکوونکو او سفیر لخوا ورته د منفک کیدو او او افغانستان ته د بیرته لېږلو ګواښونه ورکول کېږي.
مونږ محصلین دلته د زده کړي لپاره راغلي یو نه د مظاهرو لپاره، همدا مونږ یو چې سبا ته د دې دردېدلي وطن د درد دوا شو.
نو د دولت څخه مو دا درخواست دی چې په دي اړه دي خپل جدي اقدامات وکړي او له سفاررت څخه دي د دوئ د بېغورۍ پوښتنه وشي.
شینواری وروره سلامونه.
کله چه بیا سفارت ته لاړ شی،نو د مسولو کسانو نومونه یاداشت کړه،
په ضمن کی هغه مخفی کمره هم درسره یوسه ،لومړی خپله غوښتنه له دا مفسد دیپلومات څخه مطرح کړه،بیا یی ځواب په ویډیو کی ثبت همدا له تاند پواسطه می خبر کړه،
بیا زه احوال درکوم چه ویډیو کوم ادرس ته ولیږی،
انشا الله مشکل ته به د رسیده ګی وشی،کامیاب اوسی
مننه غمی وروره
هغه هر څه به ان شاء الله چې سبا ته کوو
خو که زمونږ دغه لیکنه تر وزارت د اتمر صیب تر مېزه ورسېږي نویو څه کېږي