جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سولې ولسي حرکت: د سولې واک دې درېیمګړو ته وسپارل شي

د سولې ولسي حرکت: د سولې واک دې درېیمګړو ته وسپارل شي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۰) د سولې ولسي حرکت له حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې واک دې درېیمګړو ته وسپاري.

د سولې ولسي حرکت وايي، د سولې لپاره دې یوه ګډه کاري کمیټه جوړه شي او واک دې درېیمګړو ته وسپارل شي.

دې حرکت د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې (نور جنګ د څه لپاره؟) تر عنوان لاندې د سولې په ملاتړ د غونډو تر جوړېدو وروسته په یوه اعلامیه کې له ښکیلو خواوو غوښتي چې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او نور دې د بې ګناه افغانانو وینې نه تویوي.

ددې حرکت یوه فعال مخکښ غړي اقبال خیبر ویلي، د جګړې له ښکیلو خواوو غواړي چې د سولې واک درېیمګړو ته وسپاري.

که څه هم دوی په وار وار د جګړې له ښکیلو خواو د تلپاتې اوربند او افغان وژنې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې، خو لا هم د دوی او ټولو افغانانو دغه هیله نه ده پوره شوې.

د سولې ولسي حرکت هغه مهال له هلمند څخه پیل شو چې په ۱۳۹۷ کال د نوي کال په ورځو کې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د غیږ نيونې لوبې پر مهال ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړل.

1 COMMENT

  1. ښه خبره ده چه واک درېیمګړو ته وسپارل شي.
    ځکه حکومتی چارواکی دسولی په تکتیک نه پوهیږی، او د افغانستان د جنګ او سولی سره هم ډیر اشنا نه دی. فقط ټولی خبری یی په غرب، سوالی ناپیداره اقتصاد او او د ستیج په سر دخلکو غولول دی، دا معنی چه کله یی ژغ او خبری دیکتاتورانه، قهرجنی او کله بیمورده لافی وی.

    طالیبان هغه خلک دی چه مطلق بی سواده، ناپوهه او د افغانستان ملی ګټی په هیڅ ډول سره نه پیژنی.
    طالیبان هغه ګروپ یا ډله ده چه کوم افغانان چه د دوی سره په ډله کی نه وی هغه کافر بولی مثلا ماشومان ( ماشوم که یو ورځنی وی، میاشتینی، کالنی او یا د دغه څخه پورته عمر ولری)، همداسی زنانه، بوډاګان، دکانداران، بزګران، متعلمین، محصلین او نور بیوزله افغانان، د دوی په نظر او فکر سره مطلق کافر دی، ښه مثال یی طالب ډوله انتهاریان دی.
    بله خبره داده چه طالیبان په دي فکر دی چه د افغانستان حکومت په بشپړ ډول باید مونږ ته راوسپارل شی. چه دا کار حتی یو نابینا افغان ته هم د منلو وړنه دی.

    که بی سواده، بی منطیقه او ناپوهه طالیبان پدی فکر وی چه مونږ به بیا د پخوا پشان امارتونه او پاچاهیانی کوو، نو دغه فکر دې ګور ته یوسی.
    اوس ښه خبره داده چه واک دریمګړو ریښتینی افغانانو ته وسپارل شی، چه ځمونږ دغه لویه غمیزه، بحران او جګړه ختمه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب