جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک افغانستان سره ۲۰۰ میلیون ډالر وړیا مرسته اعلان کړه

نړیوال بانک افغانستان سره ۲۰۰ میلیون ډالر وړیا مرسته اعلان کړه

تاند (جمعه، د سرطان ۲۰) نړیوال بانک له افغانستان سره ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي څو د کرونا څخه زیانمنو شویو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رئیس ویلي چې د کرونا ویروس خپرېدو افغانستان کې پر ټولنیز، روغتیايي او اقتصادي سکتور بدې اغیزي کړي دي.

هغه ویلي د کرونا وبا په راتلو سره افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ شوي او اقتصادي وده او ملي عواید یې کم شوي دي.

دغه بانک د اړمنو خلکو د لاس نیوي په هدف له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه وړیا مرسته پرون تصویب کړه.

د نړیوال بانک په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د یادې مرستې ۱۰۰ میلیونه ډالر د نړیوال بانک د پراختیايي ادارې او باقي ۱۰۰ میلیونه نور د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه ورکول کیږي.

نړیوال بانک په دې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، تمه ده چې افغان حکومت د ټولنیز اقتصادي وضعیت ښه کېدو په هدف د اغېزمنو تګلارو په عملي کولو سره دغه مرسته د برېښنا انرژۍ د تامینولو، د څښاک اوبو ته د لاسرسي او د مخابراتي خدمتونو په برخه کې په ښه ډول ولګوي.

نړیوال بانک له افغانستان سره یاده مرسته داسې مهال اعلان کړې، چې د چهارشنبې په ورځ په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ویلي وه چې هېواد ته د کرونا په نوم مرسته شوي ۹۰۰ میلیونه ډالر شخصي جیبونو ته تللي او حیف ومیل شوي دي.

وکیلانو په دغه برخه کې د روغتیا وزارت پړ بللی او ویلي یې وو، که چېرته دوی اسناد ولري نو ولې یې له دوی سره نه شریکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب