یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريزهرا او عبدالله خپله مینه د هېواد لپاره قرباني کړله| جنرال دولت...

زهرا او عبدالله خپله مینه د هېواد لپاره قرباني کړله| جنرال دولت وزیري

تاریخونه له حماسو ډک دي او په حماسو کې د یوه ملت چال چلند، هېوادنۍ مینه، مېړانه او سرښنده نغښتې وي.

که څه هم په ولسونو کې له حماسو او هېوادپالنې ډکې کیسې ژوندۍ دي، خو ځینې تاریخي کرکټرونه په ګڼو دلایلو له خلکو هېر شوي دي. زموږ د تاریخ په پاڼو کې په دغسې تاریخي کیسو کې د ښځینه وو ونډه د پام وړ ده.

افغانانو تل د خپلې خاورې او هېواد ساتل د خپل ناموس، پت او عزت له ساتلو سره تشبېه کړي دي او یا يې هېواد د پلرني وطن او یا مورني ټاټوبي په نومونو ياد او ساتل يې پر ځان فرض ګڼلي دي. همغه دی چې له هېواد سره مینه او ساتل يې د وسله والو ځواکونو تر څنګ د هر نارینه او ښځینه افغان دنده جوړوي.

کوم شی چې ډیر اړین دی هغه له هېواد سره مینه او هېواد ته چوپړ یوازې د تورې، ټوپک او جګړې له لارې نه تر سره کېږی. د هېواد په جوړولو کې د قلم خاوندان، لیکوالان، شاعران، د دین عالمان، بزګران، ملي تجاران، بڼوال، کسبکاران، صنعتکاران، هنرمندان، استادان او د هېواد هر وګړي ته په کار ده چې برخه واخلي.

هوښیار ملتونه د جګړې پر مهال هم د ټوپک او تورې تر څنګ قلم، یوم او څټک له لاسه نه غورځوي او خپل ملي دین چې د هېواد جوړول دي په ښه شکل تر سره کوي.

تر جګړې وروسته په بیارغولو کې هم فعاله برخه اخلي او نه پرېږدي چې له نورو ملتونو شاته او د خندا وړ وګرځي.

د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو ټولنې يې ښې بېلګې دي. په لومړۍ او دويمه نړیوالو جګړو کې يې هېوادونه مکمل ويجاړ شوي وو، خو د اروپایانو د لوړ همت او له خپلو هېوادونو سره د مینې له کبله وو چې اروپا اوس په نړۍ کې د پرمختللو ټولنو په ډله کې شمېرل کېږي. دغو هېوادونو د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره خپلې پولې ختمې کړې، مشترک پارلمان، مشترک پولي واحد او مشترکه شورا لري، چې د ټولو غړو هېوادونو د ګټو استازیتوب کوي.

موږ له خپل هېواد سره د تورې او ټوپک له لارې بې کچې مینه لرو، خو یوازې دا بسنه نه کوي او یوازې له دې لارې د نړۍ له ملتونو سره سیالي نه شو کولای. هېواد، بیارغول او جوړول غواړي. په دې لاره کې موږ تر اوسه د نړۍ د ملتونو په څېر له هېواد سره د مینې دعوا نه شو کولای او د دې له پاره کوم ثبوت هم نه لرو. د تورې او ټوپک له لارې له هېواد سره د مینې ثبوتونه بې شمېره دي چې یوه بېلګه يې زهرا او عبدالله دي.

د افغان او انګرېزانو تر منځ د دویمې جګړې(د ۱۸۷۹ میلادي کال د ډسمبر ۱۳ مه) پر مهال افغان مجاهدین ټول ډېر خوشحاله وو او د خپلو برياوو مبارکي يې یو او بل ته ورکوله.

په دې ماښام د کابل د عاشقانو او عارفانو په سیمه کې زهرا او عبدالله د خپل راتلونکي ژوند جشن نیولی و. ټول خوشحاله وو، نارینه وو اتڼونه کول او ښځو له خوشحالۍ دايرې وهلې او سندرې يې بللې. هر څوک په خپل کار بوخت وو، غوښې او پلوونه هم په پخېدو وو.

په دې وخت کې پیغلو زهرا او ځوانانو عبدالله، په لاسونو د نکریزو ایښودلو له پاره د ښکلي او په سرو غالیو پوښلی تخت ته را وستل، پر تخت د دوی له کښیناستو سره سم د انګریزانو د توپونو اوازونه پورته شول. بې له ځنډه زهرا، عبدالله ته مخ ور واړوه او ورته يې وویل:

«د توپونو غړمباهار واوره، دا د توپونو غړمباهار د انګرېزانو د توپونو دي. هلته جګړه توده ده او ځوانان د انګرېزانو سره د خپل هېواد سره د مینې په خاطر په کلکه جګړه بوخت دي او هرې خواته غورځنګونه وهي او خپل سرونه قربانوي، خو زه او ته دلته د خوشحالۍ جشن نیسو او هرې خواته اتڼونه او د پېغلو اوازونه دي. د هېواد شاه زلمیان چې د دښمن سره په جګړه بوخت که د دې موسیقۍ اوازونه واوري، زموږ په حق کې به څه ووايي؟ ته پوهېږې د هېواد په پت او عزت د ننګ جګړه ده.»

عبدالله د دې خبرو په اورېدو سره بې له ځنډه له تخته راښکته شو، خپل ټوپک يې واخیست، غاړکۍ يې وتړله او د جګړې د ډګر پر لوري رهي شو.

زهرې غږ کړ:

که تور اوربل مې میراتېږي

په وطن ننګ دی جانان مې نه منع کومه

سبا ته ډېره سخته جګړه پیل شوه، شیرپور او شاوخوا يې په سرو لمبو کې سوځېدل، هرې خواته مرمۍ او ډزې وې.

عبدالله هم د نورو زلمیانو په څېر د خپل هېواد او د هېواد سره د مینې په خاطر هرې خواته غورځنګونه وهل. له بده مرغه د دښمن د څو تنو تر وژلو وروسته عبدالله هم د شهادت جام پورته کړ او تلپاتی ویاړ يې په برخه شو.

د جګړې د ډګر ځوانانو د عبدالله جنازه په ډېر قدر د عبدالله کور ته راوړله، زهرا چې د عبدالله تابوت ولید په سرو سترګو يې د عبدالله زوریدلی مور ته وویل:

«ګرانې مورې! زه به د مرګ تر ورځې د عبدالله په نامه ستا تر څنګ ناسته وم او د عبدالله په څېر به ستا خدمت کوم. زه اوس ستا کور ته راغلې یم، له دغه کوره بل هېڅ چېرته نه ځم.»

او بیا يې وویل:

«زه ویاړم چې مېړه مې د وطن په ننګ شهید شو، د ده نوم به چې دنیا اباده وي د افغانانو تر منځ ژوندی او د ویاړ وړ وي.»

د افغانستان په تاريخ کې تل مېرمنو د هېواد د آزادۍ په جګړو کې له نارینه وو سره یو ځای برخه اخیستې ده اوخپل تاریخی رسالت يې پاللی دی. داسې بېلګې ډېرې شته چې د زهرا او عبدالله په څېر یې یادونه وشي، لکه ملاله میوندۍ، غازي ادې(سلېمانخېله)، نازو انا او نورې.

د افغانستان په ملي وسله وال پوځ کې اوس هم مېړنۍ میرمنې او پېغلې د خپلو اتلو وروڼو سره څنګ پر څنګ او یو ځای د هېواد په چوپړ کې دي. په مختلفو ساحو کې خدمت کوي.

اوس مهال په ملي وسله وال پوځ کې له سرتیری نیولی بیا تر جنرال رتبې او د بلوک له قوماندانه نیولې بیا د ریاست تر رئیسې پورې میرمنې او پیغلې په کار بوختې دي، چې د دوی قدردانی په کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب