Homeداسې هم شتهساینسداسې لاسپوټوني چې د اشارو ژبه ژباړي

داسې لاسپوټوني چې د اشارو ژبه ژباړي

خبریاله: عاقله اسد(چهارشنبه، د سرطان ۱۸) د داسې دستکشو اختراع چې د ګرځنده تلیفون سره په وصلولو سره د اشارې ژبه ژباړي.

د UCLA موسسې څیړونکو داسې پرمختللي لاسپوټوني یا دستکشې جوړې کړي چې که د اشارې ژبه په سمارټ فون د متن یا وینا په بڼه ژباړي.

دغه سیسټم سمدلاسه کار کوي او د امریکایانو د اشارې ژبې ۶۶۰ نښې نژدې ۹۹ فیده دقیقې پېژندلی شي.

دغه دستکشې په هره ګوته کې د ټینس سینسرونه کاروي او دا سینسرونه د سرکټ بورډ سره وصل شوي.

سیګنالونه له لاسونو څخه سمارټ فون ته د بلوتوت له لارې لیږدول کیږي.

دا سیګنالونه چې د یوه اپلیکشن په وسیله په ځانګړي ډول ډیزاین شوي دي، په یوه دقیقه کې شااوخوا ۶۰ ټکي ترلاسه او تشریح کوي.

د دغو لاسپوټونو بیه تر ۵۰ ډالره لږه ده.

د دې محصول بشپړه چمتو کېدو ته لاهم اوږده لاره پاتې ده. د دې سیسټم د ښه فعالیت لپاره لا ډیرو حرکتونو او سمبولونو زده کړې او د هغې د ژباړې سرعت زیاتولو ته اړتیا ده چې کار پرې کیږي.

د دستکشې د ډیزاین ټیم هیله لري چې د دوی سیسټم به په آخر کې ډیرو خلکو ته د اشاري ژبې او ښوونې په موخه وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...