جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوکیلان: د کورونا په نوم مرسته شوې پیسې حیف ومیل شوي

وکیلان: د کورونا په نوم مرسته شوې پیسې حیف ومیل شوي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۸) د ولسي جرګې غړي: کورونا سره د مبارزې په نوم مرسته شوې پیسې شخصي جیبونو ته تللي

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي وايي هېواد ته د کورونا په نوم راغلې پیسې شخصی جیبونو ته تللي، او حیف او میل شوي دي.

وکیلان وايي چې تر اوسه یې د دوی له غوښتنو سره سره د کورونا پر وړاندې د مصرف شوې بودیجې اسناد له دوی سره نه دي شریک کړي.

دوی د روغتیا وزارت په دې برخه کې پړ بللی او ویلي یې دي، که چېرته دوی اسناد ولري نو ولې یې له دوی سره نه شریکوي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني بیا وايي چې ډېر ژر به ددې جرګې د رییسانو کمېټه د روغتیا وزارت په اړه خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.

د راپورونو له مخې تر اوسه د کورونا وبا پر وړاندې له افغانستان سره ۹۰۰ میلیونه ډالر مرسته شوې ده.

تر دې وړاندې د فغانستان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق یا IMF څخه د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره ۲۲۰ میلیونه ډالر مرسته غوښتې وه چې هغوی یې هم غوښتنه منلې وه.

باید وویل شي چې ددغې قرضې غوښتو په خواله رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو په منځ کې هم د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته د کابل بانک تر کړکېچ وروسته تر ۱۳۳ میلیونه ډالرو پور ورکړی وو، چې د هېواد اقتصاد بې ثباته نه شي او د افغانستان اقتصادي ودې اساس وساتل شي.

1 COMMENT

  1. نه یوازی دا کومکی ډالرونه بلکه د ۲۰۰۲ کال راپدی خوا په ملیاردو ډالرونه د همدی اجنبیو غلامانو له خوا غلا شوی دی داچی افغانستان کښي د شورویانو وخت په شان امریکا او انګلیس هم خپل غلامان په قدرت راوستلی دی او ددوی ساتلو لپاره د ملت په نام د فریبی کومکونو شعار لاندی ئي همدا خپل غلامان ملیونران کړی دی او دا جنایت لا دوام لری دا چی افغان ملت یو ملی رهبر او ملی حکومت نلری او تامه انارشی روانه دی نو د اوسنی کومکی ډالرو غلا باندی باید تعجب ونشی اوس غلا او چور ددوی په مینځ کښي د امریکا په رضایت رسمی شکل نیولۍ دی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب