جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هېواد ۲۹ ولایتونو لپاره د ۲۵۹ پروژوهوکړه لیکونه لاسلیک شول

د هېواد ۲۹ ولایتونو لپاره د ۲۵۹ پروژوهوکړه لیکونه لاسلیک شول

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۱۸)  د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسولانو  د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د کابو ۷۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۹ پرمختیایې پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د یاد وزارت په خبر‌پاڼه کې  ویل شوي په دې پروژو کې ۱۴۸ د اوبو رسولو شبکې ۱۲۷ ژورې او سطحي څاه ‌ګانې، د اوبو ۹۹ زیرمې ۷ خوندي ټټۍ او ۴۲۵۰ متره د اوبه خور کانال لري شامل دي.

سرچینه وایي له یادو پروژو به ۳۷۴ زره کلیوال ګټه پورته کړي.

سرچینې  زیاته کړې، چې د دې پروژو یوه برخه له ملي بودیجې او بله برخه یې د امریکا متحدو ایالتونو د پرمختیایي ادارې او همدازار د یونیسف له لوري تمویلیږي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې دمګړۍ د افغانستان په کلیو او ښارونو کې ۱۷ میلیونه وګړي د څښاک له پاکو اوبو برخمن دي.

یاد وزارت وایي دوی هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰ کاله ۱۰۰ سلنه کلیوال د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب